پوتین: داعش وسله وال د افغانستان ډېری ولایتونو کې شته دي

د انځور حقوق Kremlin.ru
Image caption پخوانی ولسمشر حامد کرزی په څلور ورځني سفر مسکو ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي داعش ډله په افغانستان کې پراخ حضور لري.

د روسیې ولسمشرۍ په رسمي ویبپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کې ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو رپوټونو په اړه، چې پکې ویل کېږي افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه په ډېرېدو دي، ویلي چې اندېښمن کړی یې دی.

د ښاغلي پوتین په وینا داعش وسله وال د افغانستان له ۳۴ نه په ۲۵ ولایتونو کې شته دي.

نوموړي دغه راز دا وروستیو کې افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په اړه هم اندېښنه ښوولې. پخوانی افغان ولسمشر چې د څلور ورځني سفر بهیر کې مسکو کې دی، له ولسمشر پوتین سره لیدنه کې داعش ډله متفاوته بللې، چې وايي افغانستان پورې اړونده نه ده:

د انځور حقوق kremlin.ru
Image caption حامد کرزي د افغانستان او روسیې تر منځ په ځانګړي ډول له امنیتي خطرونو او ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون همکاري خورا اړینه بللې.

' دولت اسلامي یا داعش موضوع بېله موضوع ده، دوی افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري، هغوی له موږ نه دي، ولس کې جرړې نه لري او بې له شکه د هغوی ناڅاپي راپورته کېدل د پردیو د ملاتړ پر مټ دي. '

د روسیې ولسمشرۍ ویبپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې د داعش رول په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي کرزي ویلي، چې دغه ډله د افغانستان لپاره نه ده رامنځته شوې، بلکې وايي هغوی په سیمه کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره له افغانستانه کار اخیستل غواړي.

بل لور ته په هغه خبر پاڼه کې، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ادرسه خپره شوې، د نوموړي له قوله د داعش ډلې وده د ټولې سیمې د سولې او ټیکاو لپاره جدي خطر بلل شوی دی.

حامد کرزي د افغانستان او روسیې تر منځ په ځانګړي ډول له امنیتي خطرونو او ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون همکاري خورا اړینه بللې.

افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو یو و، چې د تېرو ۱۳ کلونو مودې کې یې له امریکا متحدو ایالتونو سره تاوده اړیکي پالل، خو په ورته مهال یې له روسیې سره هم خپل اړیکي ساتلي وو.