وانټ وایګل ولسوالي د افغان حکومت له واکه ووته

Image caption د یادې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي

د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالي کې له تېرو دوو ورځو سختو جګړو وروسته دغه ولسوالي د حکومتي ځواکونو له کنتروله وتلې ده.

د وانټ وایګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمتي بي بي سي ته وویل، چې د جمعې په سهار (جون ۲۶) حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ وتلي او طالبانو یې کنترول تر لاسه کړی.

ښاغلی رحمتي وايي:"دا چې د مرکزي حکومت مرسته موږ ته و نه رسیده نن سهار پنځه نیمې بجې ولسوالۍ سقوط شوه".

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې چې تېره اونۍ طالبانو د دشت ارچي ولسوالي ونیوله ولسوال یې نصرالدین سعدي بي بي سي ته ویلي و، چې د دشت ارچي ولسوالي له لاسه وتلو لامل دا و، چې په خبره یې د ځايي چارواکو له لوري د اضافي ځواکونو ورلېږلو غوښتنې ته توجه و نه شوه.

د وانټ وایګل ولسوال په وینا، ګڼو حکومت مخالفو وسله والو په یاده ولسوالۍ چپاو راوړ، چې بهرني جنګیالي هم پکې شامل وو.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، ولسوالۍ او ورته څېرمه ۱۶ امنیتي پوستې، چې ګڼې وسلې او مهمات هم پکې وو، د دوی لاس ته لویدلي.

د یادې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب