د لوګر په ۲ ولسواليو کې ۱۲ ښوونځي تړل شوي

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې له تیرو دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ۲ ولسواليو بره کې برک او څرخ کې د نجونو نږدې ۱۲ ښوونځي تړلي دي.

د چارواکو په وينا، وسلوالو ګواښ کړی که يې خبره ونه منل شي دوی به د سیمې ټول هغه ښوونځي چې له څلورم ټولګي پورته په کې نجونو ته لوست کېږي وسوځوي.

احسان الله مهجور په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: د لوګر پوهنې ریاست مرستیال محمد صادق ستانکزي بي بي سي ته وویل، په بره کې برک او څرخ ولسوالیو کې وسلوالو د نجونو ښوونځيو ته مخامخ او د شپې پاڼو له لارې ښوونځیو د راتګ ګواښ کړی.

هغه زياته کړه یادې ستونزې ته د لوګر والي، پوهنې رياست او قومي مخورو مټې رابډوهلې، چې بیرته تړل شوي ښوونځي پرانیزي.

محمدصادق ستانکزی وويل:"فقد نسوان ته اشاره ده نوره خبره نه ده، په مجموع کې د څرخ او بره کي برک ۱۲ ښوونځي دي تر څلورم صنف پورې، خو په دې برخه کې کار شروع دی، شورا د محل او علماوو او اجتماعي کارمندان په تماس کې دي او انشاالله چې نتيجه به ورکړي".

يوازې د پوهنې رياست چارواکي نه دي، چې دا خبره کوي بلکې د لوګر ښځو چارو رياست هم منلې چې په يادو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي.

د لوګر د ښځو چارو ریسې شیما " زرګر " بي بي سي ته وویل، د بره کې برک ولسوالۍ د پاد تخواب او د نجونو دوو نورو ښوونځيو ښوونکو ورته شکایت کړی چې وسلوالو ښوونځي ته په تګ ګواښلې دي.

د ښځو چارو رييسه شيما زرګر وايي:"موږ ته ښوونکې راغلې وې، پات خواب لیسه چې د برکي برک ولسوالي اړوند ده هم تړل شوې ده. ورته ویلي یې دي، چې نجونې له څلورم ټولګي پورته د درس ویلو اجازه نه لري او ښځې ښوونکې هم ښوونځيو ته له تګه منع شوې دي. د مالوماتو له مخې پرون د بره کي برک ولسوالۍ د ښوونځي انجونو ته هم اخطار ورکړل شوی،چې نور نه شي کولی ښوونځي ته راشي".

د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود " احمدي " هم په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې ښځینه ښوونځیو ته تازه ګواښونه مني او وایي، چې ډیر ژر به دغې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.

هغه وايي، په سیمه کې يې امنيتي مسؤلانو ته دنده سپارلې، چې د ښوونځيو امنيت په سم ډول وساتي امنيه قومندان وويل:"همدا اوس دغه موضوع په نظامي جلسه کې ياده شوه والي صيب موږ ته وظيفه راکړه او په دې اړه به موږ خاص تدابير ونيسو او د ولسواليو امنيه قومندانان په دې برخه کې بايد ډېر جدي عمل وکړي".

لوګر چې د پلازمینه کابل ختيځ ته په شپیته کیلو مترۍ کې پروت دی، د افغانستان دنا امنه ولایتونو په کتار کې راځي چې اوس مهال یې د مرکز په ګډون په بیلا بیلو ولسوالیو کې ۳۰ زره نجونې په زده کړو بوختې دي خو د ورستیو نا امنيو له امله ډیرې نجوني له زده کړو بې برخي شوې دي.

ورته مطالب