د کورنيو چارو وزارت وايي کندز کې ۱۲۵ وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق MoI
Image caption ښاغلي صديقي وويل چې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې يې د چهاردرې ولسوالي له وسله والو طالبانو نيولې ده

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په تېرو دريو ورځو کې په کندز ولايت کې شاوخوا ۱۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خبريالانو ته ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ۲۵ تنه يې بهرني جنګيالي دي.

ښاغلي صديقي ويلي چې له ۶۰ زيات وسله وال ټپيان او ګڼ شمېر نور ژوندي نيول شوي دي.

په تېرو څو مياشتو کې په کندز ولايت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ګڼې جګړې شوې دي.

ښاغلي صديقي وويل چې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې يې د چهاردرې ولسوالي له وسله والو طالبانو نيولې ده.

په تېرو دوو اوونيو کې دولتي ځواکونو په کندز کې د چهاردرې، بدخشان کې د يمګان او په نورستان کې د وانټ وايګل ولسوالۍ له وسله والو طالبانو نيولې دي.

د کندز دشت ارچي ولسوالي، تېرو ورځو کې وسله والو طالبانو نيولې وه چې تراوسه، په پوره ډول د افغان دولت تر ولکې لاندې نه ده راغلې.

د کندز ولايت سربېره د افغانستان په نورو ولايتونو په ځانګړي ډول په شمال کې ناامنې زياته شوې ده.

د روانو نا امنيو له کبله د کورنيو چارو وزير سفر پاکستان ته ځنډول شوی دی.

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي ته د پاکستان لوړو مقاماتو بلنه ورکړې وه خو د "امنيتي حالاتو او د دندې د بوختياوو" له کبله وځنډول شو.

د کورنيو چارو وزارت وايي ۲۹ ولايتونو ته يې کارکوونکي لېږلي چې د امنيي ځواکونو له کړنو څارنه وکړي.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي وايي د پاکستان له خوا په شمالي وزيرستان او شاوخوا سيمو کې د عملياتو له کبله وسله وال طالبان افغانستان ته راوښتي دي.

بل خوا د افغانستان جمهوري رياست وايي، داعش ډله د افغانستان په دريو ولايتونو ننګرهار، فراه، او هلمند کې فعاليت لري .

دوی وايي افغان حکومت د ملي امنيت په غونډه کې په دې اړه خپل پلانونه جوړ کړي دي.

دغه خبرې له هغه وروسته رابرسېره کېږي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسيې له ولسمشر ولادي مير پوتين سره ليده کاته کړي، دی وايي داعش ډله د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې فعاليت لري او په اړه يې اندېښنه ښودلې