هرات کې ۱۱ افغان سرتېري په يوه کمين کې وژل شوي

په هرات کې پوليس وايي، وسلوالو طالبانو لږترلږه ۱۱ افغان سرتېري په يوه څو يا کمين کې وژلي دي.

د اردو د رېنجر موټرو کاروان د هرات په کرخ ولسوالۍ کې په نښه شوی.

ويل کېږي په دغه بريد کې لږترلږه شپږ افغان سرتېري ټپيان دي.

پر پوځ دغه بريد داسې مهال کېږي، چې طالبانو د افغانستان په شمال ختيځ کندوز او بدخشان ولایتونو کې خپل فعاليتونه پراخ کړي دي.

دوی دغلته ځينې ولسوالۍ هم له حکومتي ځواکونو نيولي.

هلمند

بل خوا د افغانستان سویلي ولایت هلمند کې افغان پوله ساتي ځواکونه ادعا کوي، چې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې يې د وسلوالو ۱۴ مهم پټنځایونه له منځه وړي دي.

په هلمند کي د ۶۰۴ سرحدي زون قومندان مل پاسوال سلطان محمود محمود وایې، چې د خانشین په ګڼو برخو کې د وسلوالو هغه پټنځایونه له منځه وړي، چې د ده په خبره وسلوال په کې روزل کیدل.

د ښاغلي محمود په خبره په دغو څلور ورځنيو عملیاتو کي د وسلوالو د یوه مشهور قومندان ملا منان په ګډون اته وسلوال وژل شوي او نژدی ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، وسلوالو ددغو سیمو څخه د هلمند نورو برخو ته اکمالات او وسلوال لېږل.

د مالوماتو له مخې په دغو څلور ورځنيو عملیاتو کې یو سرحدي پولیس ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کي افغان ځواکونو د وسلوالو د یوه ولسوال د ملا عبدالباري په ګډون د ۶۰ وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه.

Image caption په دغو څلور ورځنيو عملیاتو کې یو سرحدي پولیس ټپي شوی

خو وسلوالو د افغان چارواکو دغه ادعا تشې خبرې یادې کړې، او ادعا یې وکړه چې د میوند په ګرماوک سیمه کي یې یوه چورلکه ویشتلې او له منځه یې وړې.

خو چارواکي وایي، چې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده.

دا وروستیو ناامنیو له کبله په ولایت کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله یو شمېر کسان ووژل شول.

د جون میاشتې په ۲۰ مه نېته دغه ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله ۱۴ کسان ووژل.

زياتره وخت د سړک غاړې ماينونه د طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره اېښودل کېږي. خو ځينې وخت د دې ماينونو قربانيان ولسي وګړي وي.

ورته مطالب