هلمند کې ځانمرګي ۲ کسه وژلي لسګونه ټپيان دي

Image caption د هلمند د والي وياند عمر ځواک وایي، د پېښې نژدې ټول قربانیان ښځې او کوچنیان دي

د هلمند مرکز لښکرګاه کې نن سهار (سه شنبه، ۳۰ جون) شاوخوا ۱۰ بجې موټر بم چاودنې دوه ولسي وګړي وژلي دي.

چارواکي وايي په دغه بريد کې د دوو پولیسو په ګډون ۵۱ تنه ټپیان شوي هم دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، یو ځانمرګي بریدګر د هلمند امنیه قومندانۍ ته څیرمه د چاودېدونکو توکو ډکې مازدا موټر ته چاودنه ورکړې ده.

ښاغلی ځواک وایي، د پېښې نژدې ټول قربانیان ښځې او کوچنیان دي.

د دغه ولایت یوه امنیتي سرچینه وایي، وسلوالو مخالفينو د هلمند پر امنیه قومندانۍ د ډله ییز برید تابیا درلوده.

دی وایي د وسلوالو دا پلان شنډ شو او ځانمرګی بریدګر خپلې اصلي موخې ته و نه رسېد.

عیني شاهدان وایي، چاودنه دومره درنه وه چې شاوخوا ګڼ کورونه يې نړولي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

اروزګان کې هاوان

Image caption ځايي چارواکي ادعا کوي چې د هاوان ګولۍ د وسلوالو له خوا توغول شوې او په ټپيانو کې ښځې، کوچنیان او نارینه شامل دي

د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د هاوان ګولۍ د لګېدو له کبله د یوې کورنۍ ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، دغه پېښه تېره ورځ د دهراود په مزار کلي کې وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د ده په خبره د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

دی ادعا کوي چې د هاوان ګولۍ د وسلوالو له خوا توغول شوې او په ټپيانو کې ښځې، کوچنیان او نارینه شامل دي.

د چورې د پوهنې مشر

د یوه بل خبر له مخې وسلوالو د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د پوهني مدیر مومن خان په ډزو وژلی دی.

د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې مومن خان د خپلو دوستانو له کوره تر مېلمستیا وروسته د خپل کور پر لور روان و.

د نایاب په خبره ناپیژاندو وسلوالو هڅه کوله هغه ژوندی له ځان سره بوځې خو د هغه د غبرګون په پایله کې یې په ډزو وواژه.

مومن خان له تېرو څلور کلونو راهیسې د چورې ولسوالۍ د پوهنې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

تر دې دمه وسلوالو د دواړو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب