د افغانستان ملي امنيت اداره وايي د داعش پر وړاندې يې ځانګړی ځواک جوړ کړی

د انځور حقوق bbc
Image caption د افغان ملي امنيت ادارې د مشر رحمت الله نبيل په ګډون جګپوړو امنيتي چارواکو داعش د افغانستان لپاره يو ګواښ بللی

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي خپل هېواد کې يې د اسلامي دولت ډلې پروړاندې مبارزې لپاره يو ځانګړی ځواک جوړ کړی دی.

د دغې ادارې وياند حسيب صديقي کابل کې خبريالانو ته وويل چې نوی جوړښت يې د داعش پر وړاندې مبارزې په اړه د حکومت د سټراټيژۍ پر بنسټ رامنځته شوی دی.

د ده په وينا دغه ځانګړی ځواک له استخباراتي، ارزونې او عملياتي برخو جوړ شوی دی.

د افغان ملي امنيت ادارې وياند وويل دغه ځانګړی ځواک په هلمند کې د داعش له څرګندېدو له مهاله خپل فعاليت پيل کړی، چې پايله کې يې په دې ولايت کې د داعش مشر عبد الرؤوف خادم ووژل شو.

ښاغلي صديقي زياته کړه اوسمهال داعش د افغانستان ختيځ ننګرهار او لوېديځ فراه ولايتونو کې فعاليت کوي، او د افغانستان ملي امنيت اداره يې په وينا د کمزوري کولو عملياتو ته زور ورکوي.

د ده په وينا د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړي ځواک عملياتي ډلې له لوري د داعش شپږ غړی نيول شوي، چې يو يې د طالبانو لوړ پوړی پخوانی غړی و.

د افغان ملي امنيت ادارې وياندزياته کړه چې دوه ورځې مخکې د پکتيکا ګوملې ولسوالۍ کې د دغه ځانګړي ځواک عملياتو کې څوارلس تنه "بهرني ترهګر" وژل شوي وو.

د انځور حقوق nds
Image caption د ملي امنيت ادارې وياند حسيب صديقي وايي نوی ځواک د داعش پر وړاندې مبارزه کې د حکومتي سټراټيژۍ له مخې جوړ شوی

نوموړي داعش ډله د افغانستان امنيت ته د يو ګواښ سرچينه وبلله، او ويې ويل چې ملي امنيت اداره يې ټول هېواد په مبارزه بوخته ده.

ده زياته کړه، د اميتي ادارې هڅې يې پر دې راغونډې دي، چې د داعش ډلې فعاليتونه يې د جوړښت پيل کې شنډ کړي.

له دې وړاندې د افغان ملي امنيت ادارې د مشر رحمت الله نبيل په ګډون جګپوړو امنيتي چارواکو هم داعش د افغانستان لپاره يو ګواښ بللی و.

دغه راز په افغانستان کې د "غوڅ ملاتړ" په نامه نړيوالو ځواکونو مشر جنرال جان کمبل هم څه موده مخکې ويلي وو، چې داعش په افغانستان د جنګياليو په ورجلبولو بوخت دی.