کندهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

د انځور حقوق f
Image caption د دغو ماشومانو عمرونه له پنځلسو کلونو ټيټ دي فضل محمد اسحاقزی

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د هاوان ګولۍ چاودېدو له کبله درې ماشومان وژل شوی دي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار ( جولای لومړۍ ) هغه مهال رامنځته شوه چې د پنجوایي په زنګاوات کلي کې ماشومانو د هاوان په ګولۍ لوبې کولې .

د پنجوایي ولسوال فضل محمد اسحاقزی وایي، چې په دغه چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. نوموړی وايي چې د دغو ماشومانو عمرونه له پنځلسو کلونو ټيټ دي.

اسحاقزی زیاتوی چې د هاوان ګولۍ په سیمه کې له تېرو وختونو نا چاودي پاتې وه.

په افغانستان کې له تېرو وختونو د پاتې ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتون لا هم یوه لویه ستونزه ده، چې ډېری مهال د خونړیو پېښو لامل کېږي.

که څه هم تېر کې افغان دولت ژمنه کړې چې د ماین پاکولو د خوندیتوب لپاره په ټول هېواد کې په جدیت سره کار کوي، خو د بودیجې کموالي سربیره امنیتي ستونزي هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د ماین پاکۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.