د فرخندې قضيه کې د ۴ تورنو حکم له اعدامه بند ته ټيټ شوی

افغانستان کې یوې استئناف محکمې د هغو څلورو کسانو اعدام سزا لغوه کړې، چې تېر مارچ میاشت د فرخندې ډله ییزې وژنې کې د لاس لرنې په تور ورکړل شوې وه.

د کابل د استئناف محکمې قاضي علي عبد الناصر مريد بي بي سي ته وويل چې محکمې يې د فرخندې وژنې قضيه کې د څلورو تورنو کسانو د اعدام حکم لغوه کړی، او درې تنه يې په شل کاله بند او يو يې چې د وړاندې شويو سندونو له مخې له اتلس کلنۍ ټيټ و، په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

ښاغلي مريد وويل "د استئناف محکمې د سزا قانون ۳۹۶ مې مادې پر بنسټ چې د قصدي وژنې ترسره کوونکي ته د پرله پسې بند يا اعدام سزا وړاندوينه شوې، تورن يې په بند محکوم کړي دي."

ده زیاته کړه "دې مادې په ابتدايي يا استئناف محکمې کې بدلون نه دی کړی، د هر قاضي انګېرنه توپير کوي."

دی وايي چې داستئناف محاکمه په ښکاره ډول د سې شنبې پر ورځ ترسره شوه.

د فرخندې کورنۍ او د افغانستان ډېری مدني فعالانو، چې دا قضيه څاري، د محاکمې دې غونډه کې ګډون نه درلود.

ښاغلی مريد وايي محکمې د فرخندې کورنۍ ورغوښتلو دنده نه درلوده، او د راوستلو پر وړاندې يې کوم خنډ هم نه و.

د فرخندې ورور نجيب الله ملکزاده وايي دوی د استئناف محاکمې له ترسره کېدو خبر نه وو.

ده وويل د استئناف محکمې حکم عادلانه نه دی، او دوی له ولسمشره غواړي چې دې قضيې ته جدي پام وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د فرخندې د وژلو پېښې پراخ غوسناک لاريونونه وپارول

دی پر دې باور دی چې "اداري فساد او دې قضيه کې د زورواکانو لاسوهنه استئناف محکمه کې تورنو کسانو ته د سزا ټيټوالي لامل شوې"، په داسې حال کې چې د ابتدايي محکمې پرتله يې دغو تورنو ته د لا درنې سزا ورکولو تمه کوله.

په ځايي رسنيو کې د استئناف محکمې دې حکم خپرېدو د مدني فعالانو سخت غبرګونونه پارولي دي.

مدني فعالان په کابل کې راغونډ شوي وو، او اوس غواړي د دې حکم پر وړاندې درېدو لپاره د بشري حقونو کمسيون ته ورشي، او راتلونکو ورځو کې هم د سترې محکمې پروړاندې احتجاجي غونډې وکړي.

د نورو تورنو حکم

د استئناف محکمې قضيې قاضي وايي د فرخندې وژلو قضيه کې د نورو تورنو کسانو په اړه د ابتدايي محکمې پرېکړه له کمو بدلونونو سره د استئناف محکمې له لوري تائيد شوې ده.

د فرخندې وژنې قضيې ابتدايي محاکمه کې پر هغو څلورو کسانو سربېره چې په اعدام محکوم شوي، د تورنو ملکيانو له ډلې يې اته تنه نور په ۱۶ کاله بند محکوم شوي وو، او اوولس کسان بې ګناه وتلي وو.

دغه راز ابتدايي محکمې د پوليسو يوولس تنه افسران او کارکوونکي د قهرجنو سړيو له منګولو د فرخندې ژغورنه کې د بې غورۍ په جرم په يو کال بند محکوم کړي، او اته تنه نور يې د دوی پر وړاندې د پوره بېلګو د نشتوالي له امله سپين کړي وو.

د ښاغلي مريد په وينا د شاه دوشمشېره زيارت تعويذ ليکونکی، چې په اعدام محکوم شويو ترمنځ و، په شل کاله بند محکوم شوی، او د دغه زيارت منجور چې د نورو تورنو ترمنځ و، سپين خېژول شوی دی.

د استئناف قاضي وايي چې دا ټولې پرېکړې په استئناف محکمه کې تائيد شوې دي.

د ده په وينا د پوځيانو لپاره يو کال بند کې هغه موده هم شامله ده، چې دغو کسانو تېره کړې، او پاتې يې بايد به خپله پوځي اډه کې تېره کړي.

فرخنده تېر مارچ له هغه وروسته ووژل شوه، چې د کابل یوه زیارت کې پرې د قران کریم سوځولو تور ولګېد.

نوموړې په کاڼو ویشتل شوې وه، پر مړي یې ګاډی تېر کړی شوی و او وروسته يې مړي ته اور اچول شوی و.

د فرخندې وژلو دې پېښې په افغانستان کې د خلکو او هم د نړۍ لروبر د بشري حقونو دفاع ډلو غوسه وپاروله، او هم په دې هېواد کې له ښځو سره د ناوړه چلن پر وړاندې د پراخو احتجاجونو لامل شوه.