کابل: د بهرنيو چارو وزارت پاکستانی سفير د سپیناوي لپاره وربللی

د انځور حقوق mofa

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان پر سرحدي ځواکونو برید شوی، چې وايي، په ترڅ کې یې یو افغان سر تېری وژل شوی دی.

د بهرینو چارو وزارت په هغه خبر پاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي، چې نن(جولای ۲) په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین د دغې پېښې په تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت احضار کړی دی.

دغه پېښه تېره سې شنبه د پکتیکا ولایت د برمل والسوالي په "انګور اډه" سیمه کې شوې وه.

خو تر دې دمه د دغې پېښې جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

د پاکستان ځینو رسینو ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ نښته کې د پاکستان درې سر تېري وژل شوي، خو بیا د دغه هېواد ځینې نور رپوټونه یوازې د دریو پاکستاني سرتېرو ټپي کېدل تایید وي.

د انځور حقوق bb
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه عمل د نړیوالو اصولو خلاف بللی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی دغه عمل د نړیوالو اصولو خلاف بللی او د افغانستان سختې اندېښنې او نیوکې یې د پاکستان سفیر ته په ډاګه کړې دي.

د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي، چې د دا ډول کړنو د مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

ښاغلی کرزی وايي:"د پاکستاني ځواکونو دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو، د همغږۍ او ښه ګاونډيتوب فضا رامنځ ته کېدو کې خنډ ګرځي".

په تېرو کلونو کې افغان چارواکو د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره له بریدونو او راکېتونو شکایت کاوه خو پاکستان هر ځل به دغه ادعا وې ردولې.

خو دا بریدونه په دا وروستیو کې درېدلي وو. د افغان سرحدي ځواکونو د سرتېري وژل کېدل د اشرف غني د حکومت له پیله راهیسې دا لومړی ځل دی چې پېښیږي.

د ملي یووالي حکومت له پیل راهیسې محمد اشرف غني د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

ورته مطالب