اسلامي ګوند: ایران اسلامي امت ته بل اسرائيل دی

د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ګوند له سعودي ځواکونو سره د همکارۍ په موخه یمن ته د خپلو کسانو استولو ته چمتو دی.

د افغان حکومت او په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ جنګېدونکي اسلامي ګوند د فارس خبري اژانس د راپور په غبرګون کې ویلي ایران ''د اسلامي امت پروړاندې بل اسرائیل'' دی.

د افغانستان د اسلامي اژانس پر وېبپاڼې د اسلامي ګوند په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې: ''مبالغه به نه وي چې ووایم ایران په واقعیت کې د اسلامي امت لپاره بل اسرائیل دی، هم له دې اړخه چې توکمیزو جګړو او نښتو ته لمن وهي او هم داخلي جګړې ته اور پو کوي''.

حکمتیار دا څرګندونې د ایران د فارس خبري آژانس د هغه خبر په غبرګون کې کړې چې وايي، سعودي عربستان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند نه پر یمن د سعودي عربستان د برید مخالف پاکستاني چارواکي ووژني.

فارس خپل دا راپور د ''الوعی نیوز'' د وېبپاڼې په حواله خپور کړی دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند دغه راپور بې بنسټه ګڼلی او ایران یې د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي ایران ''د اسلامي امت پرضد ولاړ دی او هرځل چې پردي دښمن د امت پر وړانډې کوم کار کړی، ایران هم د خپلې تورې ګوزار پکې کړی، هغه که د عثماني خلافت ضد جګړه وه او یا په افغانستان او عراق کې جګړه''.

د ویلو ده چې ښاغلي حکمتیار پر افغانستان د طالبانو د تحریک د واکمنۍ پرمهال په ایران کې اوسېده، خو د طالبانو د رژيم له نسکورېدو او له ایران نه تر وتلو وروسته یې د ایران ضد دریځ خپل کړ.

وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ګوند له سعودي ځواکونو سره د همکارۍ په موخه یمن ته د خپلو کسانو استولو ته چمتووالی ښودلی و.