افغان چارواکي وايي د جلريز پېښې په اړه بايد پلټنه وشي

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د اجرايي رياست مرستيال محمد محقق وايي، د جلريز ولسوالۍ د پېښې په اړه چې ۲۲ سيمه ييز پوليس په کې و وژل شول پلټنه وشي او هغو کسانو ته چې په دې اړه يې لاپروايي کړې سزا ورکړل شي.

دوی دغه خبرې د وژل شويو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه او د وژل شويو سرتېرو له مړو سره د مخالفو وسله والو چلند وغانده.

دغه جګړه د پنجشنبې پر ورځ د وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې پېښه شوې وه، ويل کېږي په لوی شمېر وسله والو طالبانو پر پوستو بريد کړی و.

د وژل شويو سيمه ييزو پوليسو مړي نن کابل ته ولېږدول شول او له دوی ۱۶ يې باميانو کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال کريم خليلي وايي دا پېښه د پلازمېنې کابل سره نژدې منځ ته راغلي او دا د ملي وحدت ادارې کمزورتيا په ګوته کوي.

محمد محقق وايي "تر محاصرې لاندې عسکرو د ۳۰ ساعتونو لپاره د مرستې چيغې وهلې خو چا ورسره مرسته ونه کړه"

د وژل شويو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې سرور دانش وويل افغان دولت په ځانګړې ډول امنيتي ادارې بايد د پېښې په اړه ځواب ورکړي.

د وردګو مرستيال والي ذاکر حسين بي بي سي ته ویلي چې په سيمه کې شپږ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.