د روانو امنيتي حالاتو په تړاو مشرانو جرګه د يوې ورځې لپاره وتړل شوه

Image caption راپورونه ښيي د جلرېز پېښه کې ۲۲ سيمه ييز پوليس وژل شوي وو

په افغانستان کې د وروستيو نا امنيو په تړاو مشرانو جرګې د اعتراض په ډول د يوې ورځې لپاره خپله غونډه بنده کړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د نن ورځې د غونډې په پيل کې په افغانستان کې د روانو امنيتي حالاتو او د وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې په اړه خبرې وکړې.

ده وويل "جلرېز، کابل ته ډېر نژدې پروت دی، دغه جګړه دوه يا دری ساعته نه وه، جګړې ۴۸ ساعته دوام وکړ، سرتېرو ته هېڅ مرسته نه وه رسېدلې او په نتيجه کې ووژل شول"

ويل کېږي په دې پېښه کې ۲۲ سيمه ييز پوليس وژل شوي وو.

جلرېز له پلازمېنې کابل سره په لويديځ کې په ۶۰ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده.

د مشرانو جرګې مشر په روانو پېښو کې امنيتي ځواکونو ته ګوته ونيوه او په نه پاملرنه يې تورن کړل.

ده د نيوکې په توګه وويل "د نا امنيو او د امنيتي ځواکونو د بې تفاوتۍ له کبله د مشرانو جرګه د يوې ورځې لپاره تړل کېږي"

د جرګې غړي وايي څو ځله يې لوړ پوړي امنیتي چارواکي د ځواب ویلو لپاره جرګې ته غوښتي دي خو حکومت يې پړېکړې جدي نه دي نیولې.

څو ورځي وړاندې هم د ملي شورا دواړو جرګو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت ادارې مشر او د دفاع وزارت لوي درستیز د ورستیو نا امنیو په تړاو جرګې ته وربللي وو.