کابل شاه شهید سیمه کې ځانمرکی برید شوی

افغان امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار په سويلي شاه شهيد سيمه کې ځانمرګی برید شوی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، تر اوسه لا د بريد انګېزه نه ده روښانه، ځکه دغه سيمه تر ډېره استوګنيزه ده.

د ناټو ځواکونه پېښه تاييدوي او وايي، چې برید د دوی د ګاډو پر کاروان شوی دی. دوی وايي، دغه برید کې یې ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دا یو ځانمرګی بريد و.

یو عین شاهد عمر حیدری د چاودنې له سیمې بي بي سي ته وویل، چې د بهرنیانو یو شمېر موټر ونه یې د برید په سیمه کې لېدلي دي.

نوموړي وویل:"په کور کې وم د چاودنې غږ مې واورېد فکر مې کاوه چې زلزله ده، خو وايي کله چې بهر لاړم ومې لېدل چې لوګی هوا ته پورته شوي."

دغه عیني شاهد وویل، دغه چاودنه په داسې ځای کې شوې چې هالته ډېرې سوداګریزې هټۍ دي او کېدای شي چې مالي او ځاني زیان اوښتی وي. خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت یو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې لومړني رپوټونه ښيي، چې پېښه کې ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

تر دې دمه رسمي سرچینو د دغې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی او ویلي دي، چې له دغه برید څخه یې موخه د بهرنیانو کاروان و. بل خوا حزب اسلامي هم ادعا کوي، چې دغه برید دوی کړی.

تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د امریکا سفارت او سترې محکمې ته نژدې د نړیوالو ځواکونو د ګاډو کاروان په نښه کړ.

ورته مطالب