طالبان وايي "تګلارو کې مو له وخت سره سم بدلون راوستی"

پاکستان وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې چې له اسلام اباد سره نژدې د مري سيلانۍ سيمه کې ترسره کېدې، پای ته رسېدلې دي.

دغو خبرو ته په غبرګون کې افغان طالبانو په يو څه ناڅرګنده اعلاميه کې ويلي چې د غورځنګ تګلارو کې يې له وخت سره سم بدلون راغلی دی.

د طالبانو پر وېبپاڼه د چارشنبې پر ورځ (د جولای پر ۸ مه) خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دوی "د خپلو چارو د ښه سمون، تنظیم او پرمختګ لپاره په خپلو چارو، چارواکو او یا د هغوی په صلاحیتونو کې وخت په وخت تغیرات راولي".

دې اعلاميه کې ويل شوي "د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت" یوازې د دوی سیاسي دفتر ته "سپارل شوی" دی.

د طالبانو اعلاميې ويلي "سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کی نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي".

د پاکستان حکومتي سرچينو په وينا دغه خبرې چې په مري کې په يوه حکومتي استراحتځي کې ترسره کېدې، دواړه غاړې د خبرو بيا پيل پورې د يو بل پر وړاندې د لويو عملياتو پر نه ترسره کولو هم سلا شوې دي.

خو دواړو دا هم منلې چې دوی دې موده کې د ناراضيانو يا د دغو خبرو مخالفانو له لوري د يو نيم بريد شونتيا هم لرې نه ګڼي.

دا لا روښانه نه ده، چې دې هوکړه کې د بهرنيو ځواکونو موخې شاملې دي که څنګه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکومتي سرچينو بي بي سي ته ويلي چې دا خبرې د خوښۍ فضا کې تر پېشلمي روانې وې.

د افغان اسلامي پرېس اېجنسۍ په وينا د دې خبرو طالب استازيو کې د قطر له دفتره قاري دين محمد حنيف، ملا جليل او ملا عباس ستانکزی شامل وو، خو د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر نعيم له خولې ويل شوي، چې دې خبرو کې د دوی د دفتر کوم غړی نه و.

په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت نه په يوې خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دې غونډه کې د خبرو پر دوام او د دواړو غاړو ترمنځ پر باور جوړولو هم زور راوړل شوی دی.

په وينا پاڼه کې دا هم ويل شوي چې د خبرو دواړه غاړې به په پوهاوي او د نيت په روڼوالۍ وړاندې ځي.

د دې خبرې په ردولو چې خبرو کې د طالب استازيو سره يې د مشرانو ملاتړ نه شته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ګډونوالو سره يې د هغو مشرانو واک و، چې افغانستان او سيمه کې يې د امنيت د ټينګښت غوښتنه څرګنده کړې ده.

د دې اعلاميې له مخې په خبرو کې د چين او امريکا استازيو هم ګډون درلود.

د دوی په وينا به د دواړو خواوو ترمنځ راتلونکې ناسته له روژې وروسته ترسره کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان دولت د رسمي پلاوي او طالبانو ترمنځ لومړۍ کتنه تېره شپه (د چنګاښ ۱۶) ترسره شوه.

افغان حکومت هیله لري چې دا خبرې به د بې ګناه افغانانو د وینو تویېدو او ویجاړیو لپاره د پای ټکی وي او د سولې یوې هوکړې ته به لار برابره شي.

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې افغانستان د پاکستان له کوربه توب مننه کوي او هیله یې دا ده چې د پاکستان همکاري به په دې برخه کې ښې پایلې ولري.