د افغانستان په بېلابېلو پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي

Image caption د افغانستان په بېلابېلو پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوی دی

په کاپيسا کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالکريم فايق بي بي سي ته ويلي دغه پېښه د يکشنبې پر سهار (۱۲ جولای) رامنځ ته شوه چې ۹ کسان په کې وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

ده وويل دغه موټر السای ولسوالۍ ته روان و او ډېری وژل شوي کسان د هغو سيمو اوسېدونکي دي چې په پوره ډول د حکومت تر ولکې لاندې نه دي.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

بل خوا د زابل ولايت په ده چوپان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه کې دوه پوليس او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د زابل د پوليسو وياند فواد احمد بي بي سي ته ويلي دغه نښته د شنبې پر ورځ پيل شوې وه او نن پای ته ورسېده.

همدارنګه ښاغلی عسکري وايي په دې پېښه کې ۱۶ وسله وال هم وژل شوي دي.

ده زياته کړه امنيتي ځواکونو وړاندې د پېښې په اړه معلومات تر لاسه کړي او اړين ګامونه يې ترسره کړي وو.

طالبان وايي په دې بريد کې يې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په يوه بله پېښه کې د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوی.

د تخار والي وياند سنت الله بي بي سي ته ويلي دغه بريد تېره شپه ماښام مهال رامنځ ته شوی چې لږترلږ ۶ وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا نوي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او دوی وايي طالبان پلان لري چې پر درقد ولسوالۍ بيا بريد وکړي.

درقد ولسوالي د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې پرته ده چې زياتره وخت وسله وال مخالفين پرې بريدونه کوي.