افغانستان کې له ښځو سره کرایه کې ولې ناانډوله چلند کېږي؟

Image caption د کابل ښار په میرویس میدان کې مې ولیده چې یوه پوهنتوني محصله په ټکنده غرمه له یوه ساعته ډېر وخت د موټر په تمه ولاړه ده.

په افغانستان کې په ټرافیکي قوانینو نه څار او د منظم ترانسپورتي سیستم نشتوالي په ښارونو کې مېرمنې له ستونزو سره مخامخ کړي.

میرمنې وايي کله چې په موټرو کې تګ راتګ کوي چلوونکي ورسره د کرايي په اخیستو کې نا انډوله چلند کوي، یو نارینه که د ټیکسي لپاره شل افغانۍ ورکوي ښځه اړه ده د دوو کرایه ورکړي او یا دځان لپاره جوړه پیدا کړي، په ځینو سیمو کې د چلوونکو له لوري د ښځینه د ځورونې خبرې هم کیږي.

زموږ همکارې نجما ځلا په خپل رپوټ کې له مېرمنو، چلوونکو او چارواکو سره دغه موضوع شنلې ده.

د کابل ښار په میرویس میدان کې مې ولیده چې یوه پوهنتوني محصله په ټکنده غرمه له یوه ساعته ډېر وخت د موټر په تمه ولاړه ده.

د هر چلوونکي وینا ورته دا ده چې یا به د ځان سره جوړه پیدا کوي او که یوازې ځي نو د دوه تنو کرایه به ورکوي.

معصومه وايي نه خو د دوه تنو کرایه ورکولی شي او نه څوک لري چې ورسره یوځای تر پوهنتونه ورشي نو هره ورځ د یوې ګونې ښځې لټه کوي چې ورسره د سیټ ملګري شي‎:

"ستونزه مو همدا ده چې کله کوم موټر ته لاس ورکوم، نو چلوونکی يې راته وايي چې په مخکې سیټ کې باید دوه کسه کیني که یوازې ځي نو د بل کس کرایه به هم ورکوي او که نه صبر وکړه چې څوک پیدا شي".

Image caption په شمالي ولایت بلخ کې هم ورته ستونزه ده، چلوونکي ښځینه که د دوی د خوښې کرایه ورنه کړي په ډاله کې يې سپروي.

د کابل ښار موټر چلوونکي ددغه څه لپاره کومه قانوني پلمه نه لري، وايي دا دود ګرځېدلی.

د درو کسانو کرایه

خو دا یوازې کابل نه دی چې ښځې په کې له دغه ټرانسپورتي کړاو سره مخامخې دي، په ختیځ ولایت ننګرهار کې لا خبره نوره هم پسې ستونزمنه ده. د ځايي مېرمنو له خولې ده چې د کلتوري محدودیتونو له کبله نه خو د موټر په مخکیني سیټ کې کېناستلی شي او نه هم له نارینه وو سره. نو که یوه مېرمن په یوازې چېرې ځي د درې تنو کرایه به ورکوي.

په شمالي ولایت بلخ کې هم ورته ستونزه ده، چلوونکي ښځینه که د دوی د خوښې کرایه ورنه کړي په ډاله کې يې سپروي.

په کندوز کې چې د سپرلۍ لپاره ریکشا ډوله موټرونه چلېږي. زده کوونکې نجونې د ځان لپاره ریکشا په میاشتنۍ تنخوا نیسي ځکه هلته منظم بس ترانسپورت نه شته.

د کندهار مېرمنې بیا په دغه ولایت کې د ښاري موټرو د کرايي په تړاو نیوکې لري او وايي حکومت چې څومره کرایه ټاکلې تر هغې ډېره ترې اخیستل کېږي.

Image caption د کندهار مېرمنې بیا په دغه ولایت کې د ښاري موټرو د کرايي په تړاو نیوکې لري او وايي حکومت چې څومره کرایه ټاکلې تر هغې ډېره ترې اخیستل کېږي.

حکومت د موټر چلوونکو دغې خپلسرۍ ته څه ځواب لري، د افغانستان د ټرافیکو له یوه مسؤول جنرال اسدالله نه مې وپوښتل، که څه هم هغه وویل، که دغه ډول څوک ولیدل شي جریمه کېږي، خو نژدې هره ورځ د دغې چارې تکرار لیدلی شو:

"هره ورځ په راپور کې د سرغړونو ډولونه له زموږ سره ثبتېږي، چې په مخکې سيټ کې څو نفره کینولی؟ څو کسه مآخذه شوي دي؟ او په منځنۍ کچه له زرو ډېر موټر هره ورځ جریمه کېږي".

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، نیمګړی ترانسپورتي سیستم او له ښاري فرهنګه ناخبري د ډېرو له انده د ښځینه لپاره په ترانسپورتي برخه کې د پام وړ ننګونې دي، خو که حکومتي واکدارن پر قوانینو د څار چارې ته مخ واړوي، ډېرې ستونزې که له منځه لاړې نه شي، راکمېدای خو شي.