د خوست ځانمرګي کې د وژل شويو شمېر ۳۳ ته ورسېد

د انځور حقوق AFP
Image caption په برید کې ۲۷ ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دې د خوست ښار لوېدیځ کې د چپمېن په نوم د امریکايي ځواکونو او سي آی اې مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۳ افغانان وژل شوي.

برید د یکشنې په ورځ (د چنګاښ ۲۰) د روژه ماتي پرمهال خوست ښار ته د ننوتلو یا له ښاره د وتلو پرمهال د تلاشۍ پوسته کې، د زاړه هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د خوست له ولایته خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې ۲۷ ولسي وګړي - چې ۱۲ لویان، ۱۲ تنکي زلیمان او درې مېرمنې دي او ۶ امنیتي سرتېري دي.

سرچینه وايي، په ټپیانو کې ۱۲ امنیتي سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي دي.

د خوست د پولیسو مشر فیض الله غیرت بي بي سي ته ومنله،‌ چې په برید کې ۱‍۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي غیرت په وینا، د دغه برید ټول قربانیان ولسي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

په خوست کې زموږ خبریال الیاس وحدت وايي، برید داسې مهال شوی‌ چې ګڼ ولسي وګړي د تلاشۍ په سیمه کې ولاړ وو.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې

په برید کې د بهرنیانو د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه د دغه برید پړه هم چا نه ده منلې.

په خوست کې زموږ خبریال وايي، د امریکايي ځواکونو اډه او د سي آی اې مرکز د سړک پرغاړه پراته دي، چې شاوخوا یې امنیتي پوستې دي. په دې پوستو کې هغه افغانان اوسېږي، چې له امریکایانو سره همکاري او کار کوي.

الیاس وحدت وايي، د خوست ښار ته د ننوتلو یا له ښاره د وتلو پرمهال د تلاشۍ په دې ځای کې ځینې وخت سلګونه موټر ولاړ وي، چې ډېر کله خلکو له ډېرو تلاشیو شکایت کړی و.

نوموړی وايي، په یاد برید کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده، چې د روژه ماتي لپاره یې کورونو ته د ځانونو په رسولو کې بیړه کوله او تلاشۍ ته ولاړ وو.

په ۲۰۰۹ کال هم یوه لبناني د سي آی اې په یاد مرکز کې ځانمرګی برید وکړ، چې د سي آی اې اووه جګپوړي مامورین یې ووژل.

د انځور حقوق AFP
Image caption برید ماښام مهال د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال شوی

برید د اردن یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي له خوا شوی و، چې ویل کېدل ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

نژدې دوه میاشتې وړاندې، هم په خوست ښار کې پر لاریون کوونکو ځانمرګي برید نژدې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

خوست چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

ورته مطالب