اشرف غني: له پاکستان سره مو د سولې په اړه سپینې خبرې کړې

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر غني له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو د لومړیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ ، خو هیله یې دا وه چې دا خبرې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولایت ځانمرګي برید کې د قربانیانو له خپلوانو سره د خواخوږۍ لپاره دغه ولایت ته تللی.

د چنګاښ پر ۲۱مه، د خوست ښار په لوېدیځ کې د چپمېن په نوم د امریکايي ځواکونو او سي آی اې مرکز ته څېرمه ماښام مهال ځانمرګي برید د ۲۷ ولسي وګړو، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، لږترلږه ۳۳ افغانان ووژل.

سوله

ولسمشر غني له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو د لومړیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ ، خو هیله یې دا وه چې دا خبرې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.

ده وویل چې له د سولې په اړه یې له پاکستان سره هم سپینې خبرې کړي دي او ورته ویلي یې دي چې نااعلان شوی جنګ دې پای ته ورسوي:

''سوله د ټول ولس غوښتنه ده، څوارلس کاله مو هڅه دا وه چې مخامخ وغږیږو خو ونه توانیده خو اوس دا کار وشو او په راتلونکو څو اوونیو کې به یې دویم پړاو هم ترسره شي''.

ده وویل چې منطقه مو اجماع ته راوسته او پدې قانع کړه چې افغانستان به نور د همکارۍ ځای وي نه د ټکرونو، افغانستان به راتلونکی لري او په هیچا پورې به تړلی نه وي.

نوموړي وویل، پر افغانانو 'تپل شوې' جګړه د هېڅ افغان د خوښې جګړه نه ده.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ولسمشر غني ته خوست کې وړاندیزونه وشول، چې د غلام خان بندر د ترانزیت، په ټولو معیارونو د برابر ملکي نړیوال هوايي ډګر جوړېدل دغه ولایت ته ډېر اړین دي.

خوستوالو دغه ولایت ته د وارداني برېښنا ورتګ هم د ژوند یو ستر ضرورت وباله.

ولسمشر غني خوست له ستراتیژیک او جغرافوي پلوه یو مهم ولایت وباله، خو ټینګار یې دا و چې دغه ولایت باید د هېواد پر یوې مهمې سوداګریزې دروازې بدل شي.

ورته مطالب