ملا عمر ځان د سولې‎ د ''باوري'' خبرو ملاتړی بولي

ملا محمد عمر د انځور حقوق Getty
Image caption ملا محمد عمر له طالب جنګیالیو غوښتي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي‎ او د عامو خلکو د مال او سار د ساتنې لپاره ځانګړی پام وکړي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر د مبارکۍ په تړاو پیغام کې ویلي، طالبان د نویو پرمختګونو، عصري علومو او وسائلو او عصري ښوونځیو مخالف نه دي. نوموړی وايي د عصري تعلیم سپارښتنه او ملاتړ کوي.

ملا عمر ویلي، پر افغانستان د ''بهرني ښکېلاک'' د پای ته رسېدو لپاره د سولې د باوري خبرو ملاتړ کوي، چې په وینا یې په دې کې له مخالف لوري سره مخامخ خبرې هېڅ شرعي ممانعت نه لري:

''د مسلح جهاد تر څنګ سیاسي فعالیت او له سوله ییزو لارو خپل مقدس هدف ته رسېدل یو مشروع امر او د نبوي سیاست اهمه برخه ده، موږ سیاسي فعالیتونه او د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو او خپلو افغانانو سره تماسونه او لیده کاته ددې لپاره کوو چې د هېواد اشغال پای ته ورسي''.

ښايي د نوموړي اشاره پاکستان کې د چین او امریکا تر څارنې لاندې له افغان حکومت سره د طالبانو د تېرو ورځو لومړیو مخامخ خبرو ته وي، چې دویم پړاو به یې له روژې وروسته ترسره شي.

ملکي تلفات

ملا محمد عمر له طالب جنګیالیو غوښتي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي‎ او د عامو خلکو د مال او سار د ساتنې لپاره ځانګړی پام وکړي.

د ملا محمد عمر دغه اوږد پیغام په څو ژبو خپور شوی، چې په سر کې خپلو جنګیالیو ته د ټینګ هوډ سپارښتنه کوي، خو د تېرو پیغامونو پرتله د ځینو موضوعاتو په اړه خپل نرم دریځ ښيي.

په پیغام کې ویل شوي: ''له خپل ولس سره نرمي، مینه او ښه اخلاق وکړئ، مشرانو ته یې د مور او پلار او کشرانو ته یې د وروڼو او اولادونو په نظر وګورئ، د عامو خلکو د سر او مال ساتنه او ژغورنه ستاسو اسلامي او انساني وظیفه ده، په ځانګړي ډول په خپلو نظامي پلانونو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړئ''.

که طالبان بیا واکمن شي

د طالبانو مشر وايي، که چېرې طالبان بیا واکمن شي، نو دی ډاډ ورکوي چې له بدلون راتلو سره به هرڅه ''پر بل مخ نه اوړي''.

دی وايي: ''دا تشویش دې څوک نه کوي چي که اسلامي امارت واکمن شي، نوڅه به کېږي زه تاسو ټولو ته اطمنان درکوم چې راروان تحول به داسي نه وي لکه د کمونیستي رژیم له ړنګېدو سره چې هر څه په بل مخ واوښتل، اوس د هغه وخت په شان د جهادي صف په منځ کې اختلافات نشته دا ځل به د هېواد په هره برخه کې شوی مشروع پر مختګ ساتل کیږي ملي شتمنۍ او د خصو صي سکتور پرمختګ او لاس ته راوړنې به ساتل کېږي د هېواد د اقوامو او شخصیتونو حیثیت ته به درناوی کیږي د افغانانو دیني او د نیوي اړتیاوو ته به یوه جواب ګویه، شفافه، او مسلکي افغان شموله اداره را منځ ته کیږي، موږ هڅې کوو چې له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې متقابلي اړيکې ولرو او افغانستان د پردیو له شر او داخلي اختلافاتو څخه وساتو'' .

ملا عمر وايي، طالبان د نویو پرمختګونو، عصري علومو او وسائلو مخالف نه دي، او د عصري تعلیم سپارښتنه او ملاتړ کوي.

ورته مطالب