د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون مشر وټاکل شو

Image caption وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، شکريه بارکزۍ، د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون د مشرې په توګه ټاکلې وه

د ولسمشر د فرمان له مخې شاه سلطان عاکفي د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون د مشر او صديق الله توحيدي د مرستيال په توګه پېژندل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په ټاکنیز سيستم کې د بنسټیزو سمونونو د راوستو په موخه ځانګړی کمیسیون ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دغه کمیسیون د ټاکنو په نظام کې د سمون راوستلو، د ټاکنو سیستم بنسټیز کولو، د آزادو، رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدلو په موخه ټاکل شوی دی.

ولسمشر اشرف غني علي امیري، عبدالقدير کرياب، بشير فاروق، محمد امين احمدي، فيض الله ذکي، کاوون کاکړ، صبرينا ثاقب، ګل احمد مدد زی، عزيزالله رفيعي، عبدالمجيد غني زاده او تاداميچي ياموتو د دغه کميسيون د غړو په توګه نومولي دي.

وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، شکريه بارکزۍ، د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون د مشرې په توګه نومولې وه چې بيا وروسته د اجراييه رييس عبدالله عبدالله له مخالفت سره مخ شو.

له بي بي سي سره په خبرو کې عاکفي ويلي چې په تېرو ټاکنو کې د بې پرې کړنو له کبله ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دواړه د ده پر ټاکلو سلا شوي دي.

تېر ځل ولسمشر غني، زمان شاه عاکفي او وږمه فروغ د ټاکنيزو اصلاحاتو د مرستيال په توګه معرفي کړي وو.

شاه سطان عاکفي په ۱۳۳۸ کال کې په دايکنډي ولايت کې زيږېدلی او لوړې زده کړې يې په شوروي کې د کرنې په برخه کې ترسره کړې دي.

ويل کېږي عاکفي په قوم سادات دی چې د ۲۰۱۰ ټاکنو پر مهال د انتخاباتو د شکايتونو د کميسيون غړی و.

تراوسه د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش نه دی چمتو شوی او د ټاکنو کميسيون تايدوي چې په وروستيو کې د بهرنيو مرستو د درېدو له کبله يې نږدې ۱۰۰۰ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

ورته مطالب