فارياب کې وسله والو د يوه جومات ملا په ډزو وژلی

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېرو څو ورځو کې په فارياب ولايت کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ګنې نښتې شوې دي

د فارياب ولايت د المار ولسوال محمد صالح صالح بي بي سي ته ويلي، تېره شپه وسله والو کسانو د يوه جومات ملا له کوره ايستلی او وروسته په ډزو وژلی دی.

ښاغلی صالح وايي لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه کار د طالبانو له خوا ترسره شوی خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کېږي دغه ملا وړاندې د دې ولسوالۍ بادغيسي کلي کې امام و چې اوس مهال د "بخاري کلا" کلي ته د امامت لپاره ورغلی و.

د المار ولسوال وايي د بادغيسي کلی د طالبانو او د بخاري کلا کلی د دولت تر ولکې لاندې دي، دی وايي کېدای شي طالبانو ياد شوی ملا له دې کبله وژلی وي چې د دولت تر ولکې لاندې سيمه کې ملايي کوي.

په تېرو څو ورځو کې په فارياب ولايت کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ګنې نښتې شوې دي.

په دې وروستيو کې طالبانو فارياب ولايت کې پر ګڼ شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې دواړو خواو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

فارياب له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولايت کې ګڼې چاودنې او جګړې پېښې شوې دي.