افغان ولسمشر د ملا عمر د اختريز پیغام هرکلی وکړ

Image caption ولسمشر غني وويل "د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند له اعلاميې مننه کوم، چې خبرې یې د حل لار ګڼلې دي"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملا عمر د وروستي پیغام په اړه یې هیله مندي وښوده.

ښاغلي غني د کوچني اختر له لمانځه نه وروسته په خپل لنډ اختریز پیغام کې وویل "زما پیغام سوله او د وینې تویونې پای ته رسول دي او دا هغه څه دي چې افغان ملت یې هیله لري".

ښاغلي غني وویل "زه د طالبانو د مشر ملاعمر اخوند له اعلامیې مننه کوم چې خبرې یې د حل لاره ګڼلې دي".

دوه ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا عمر خپلو ملاتړو ته په پیغام کې وویل، چې د شریعیت له مخې له دښمن سره سوله ممانعت نه لري، او د سیاسي فعالیتونو لپاره یې سیاسي دفتر جوړ کړی چې د طالبانو د سیاسي چارو مسولیت لري.

په دا وروستیو کې د افغانستان دولت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د دولت او طالبانو استازو ترمنځ د امریکايي او چینايي استازو په ګډون سره د سولې لومړنۍ خبرې ترسره شوې.

ښاغلي غني په دغو خبرو کې وویل، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې په تړاو کومې خبرې، چې پیل کړې وې دی به یې په بریاليتوب سره پای ته رسوي.

افغان ولسمشر وویل، په دغه هېواد کې د طالبانو مسله نسبت نورو سخت دریځو سره توپیر لري ځکه چې طالبان غواړي په نظام کې برخه واخلي او ځینې ستونزې چې لري هغه به د خبرو له لارې حل کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د طالبانو مشر ملاعمر خپلو ملاتړو ته په پیغام کې وویل، چې د شریعیت له مخې له دښمن سره سوله ممانعت نه لري

ښاغلي غني وویل:"نور ترهګر چې له ګاونډیو او نورو هېوادنو افغانستان ته راغلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې د الله ج په فضل، زور او قوت سره ځواب ویلی".

د طالبانو سر بیره د اسلامي دولت ډله هم په افغانستان کې نفوذ کړی.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل څه وخت مخکې ویلي و، دغه ډله په دغه هېواد کې د ځواکونو جذبولو په حال کې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي، د پاکستان، منځنۍ اسیا، چچن، اویغور او عربي هېوادونو د ځینو سختدریځو ډلو غړي په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ جنګېږي.

ورته مطالب