محمد محقق: خلک دې د خپلې ساتنې لپاره تيار وي

د انځور حقوق bbc
Image caption محمد محقق وايي په وروستیو میاشتو کې د وسلوالو مخالفانو موخه ګرځیدلي نو وايي اړ دي چې وسلې ته لاس کړي

د ملي یووالي حکومت اجرايي مشر دویم مرستیال محمد محقق ویلي چې د وسلوالو طالبانو او "اسلامي دولت" ډلو اندېښنو په مرکزي سیمو کې خلک اړ ایستلي چې وسلې ته لاس کړي او د ځانونو دفاع وکړي.

ښاغلي محقق چې د کابل ښار په لوېدیځ کې یې د اختر په تړاو وینا کوله، وویل، هغه وخت رارسیدلی چې خلک د حکومت پر ملاتړ او د مخالفو وسلوالو پر ضد ودریږي.

دا په داسې مهال کې ده چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د وسلوالو طالبانو له مشر ملا محمد عمر مننه وکړه چې د سولې خبرو ته کیناستل، ښاغلی غني د جوړجاړي د خبرو په هکله هیله من و.

خو محمد محقق وايي چې په وروستیو میاشتو کې د وسلوالو مخالفانو موخه ګرځیدلي نو وايي اړ دي چې وسلې ته لاس کړي.

دی وایي "وروستي بدلونونه چې دلته راتلل لامل یې دا و چې د حکومت اډانه له مخکې خرابه شوې وه او راتلونکی یې نه و جوړ شوی،همدا یې جرړه ده،سربیره د طالبانو پر بلا یوه بله بلا هم راغله چې داعش نومیږي، که په یاد مو وي موږ هماغه وخت ویلي ووچې وسلې حکومت ته وسپارئ،که خپله وسله مو وي په ۷۰ پردو کې یې ونغاړئ چې راروانو نسلونو ته مو د یادګار په توګه پاتې شي"

دی وايي"ځينې په راز پوه شول او ځینې نه"

په څو وروستیو اونیو کې د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت تر څنګه د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي جنبش،او د مزار والي عطا محمد نور چې د جمیعت ګوند سره تړاو لري ټولو اعلان کړی چې ګواکې د وسلوالو طالبانو پر ضد خپل ځواکونه سنبالوي.

ويل کېږي ښاغلی دوستم په دې لړ کې شمالي ولایت جوزجان ته تللی دی.

په وروستیو کې په شمالي ولایت فاریاب او یو شمیر مرکزي سیمو کې د حکومت د وسلوالو بریدونه ډیر شوي دي،دې چارې له هغو ډلو سره اندیښنه پیدا کړې ده چې په حکومت کې شریک دي.