افغانستان کې د پلاستیکي وسلو پلور منع شو

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، له دې وروسته به په دغه هېواد کې د پلاستکي وسلو پلورل منع وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ( جولای ۲۱ ) په یوه خبري غونډه کې وویل، ټولو امنیتي ځواکونو ته ویل شوی چې د پلاستیکي وسلو د پلور مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل، د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان سودا ګرۍ خونو په مرستې به دغه هېواد ته د پلاستیکې وسلو او د لوبو خطرناکو وسایلو واردولو مخنیوی وشي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت له افغان کورنیو غوښتي چې د پلاستیکي وسلو د پلور او ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره له افغان پولیسو سره مرسته وکړي.

پلاستیکې وسلې په افغانستان کې په داسې حال کې منع کېږي چې سیمه ییزو رسنیو د اختر په ورځو کې د ساچمه لرونکو وسلو سره د لوبو له کبله د لسګونه ماشومانو د ټپي کېدو په اړه خبر ور کړی.

له همدې کبله وايي، ۱۱۶ کسان یوازې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي.

افغانستان کې یو شمېر ماشومانو لپاره له پلاستیکي وسلو سره لوبې په زړه پورې بوختیا ده. په دې توکو کې هیڅ شی په کور دننه نه جوړیږي لکه دریښتونې جګړې وسلې نه نورو هېوادونو څخه را واردیږي.

ورته مطالب