اروزګان کې 'طالبانو' یو قومي مشر وژلی

د انځور حقوق f

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ددې ولایت یو قومي مشر له دولت سره د همکارۍ په تور ویشتلی او مړی یې په دار ځړولی دی.

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت قومي مشر ملک باز خان د تېرې سې شنبې په ورځ د طالبانو له خوا تښتول شوی و، چې بیا وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، دغه قومي مشر له دولت سره د همکارۍ په تور وژل شوی.

د نوموړي په وینا، د ملک باز محمد مړی نن ګهیځ د خاص اروزګان ولسوالۍ په نویان څلورلاري کې د طالبانو له خوا په دار ځړول شوی او خلکو ته ښودل شوی دی:

''کله چې ملک باز خان د دولت د مخالفینو شرطونه ونه منل، نو هغه یې په ډزو وژلی او نن ګهیځ اته بجې یې د خاص اروزګان ولسوالۍ نویان څلور لاري کې د هغه مړی په ډار ځړولی دی''.

۵۵ کلن ملک باز خان د خاص اروزګان ولسوالۍ د دښت کلي اوسېدونکی و.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، طالبانو ملک باز خان ته شرطونه اېښي وو چې له دوی سره باید همکاري وکړي، خو نوموړي یې شرطونه نه وو منلي.

د ارزوګان د والي ویاند وايي، پولیسو د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې او هڅه یې دا ده چې د ملک باز خان قاتلان ونیسي.

ورته مطالب