افغانستان کې د سینماګانو سوړ بازار

Image caption آریانا سینما د کابل له مشهورو سینماګانو ده

د تېرو شلو کلونو پرمهال، په افغانستان کې له ۴۵ سینماګانو یوازې پنځه یې ودانې دي. د یو شمېر سینماګانو ودانۍ ویجاړې شوې او ځینې یې په سوداګریزو مارکیټونو، زېرمو او کنفرانس خونو بدلې شوې دي.

اوس خلک د پخوا په څېر سینما ته د تللو کلتور نه پالي او دغه دود ته په ښه سترګه ته نه کتل کېږي.

سینما اوس لکه پخوا د افغانانو ترمنځ یاد نوم نه دی او سینما ته د تللو تږي هم په اسانۍ نه شو موندلی. له دې حالاتو مالومېږي چې په افغانستان کې سینما ته د تللو دود او د فلم جوړونې صنعت ورځ تر بلې پیکه کېږي او ډېر يې د له منځه تللو اندېښنه لري.

اوسمهال په پلازمېنې کابل کې د پنځو سینماګانو اریانا، پامیر، پارک، خیرخانې او تیمور شاهي چې شخصي ده پر پردو یې د فلم ننداره کېږي.

د اریانا سینما لیدو ته ورغلې وم چې د کابل په مرکز کې فعاله ده. خال خال ځوانان د یوه امریکایي فلم لیدو ته ناست وه زما په لاس کې د راډیو د مایک او تلویزون د کامرې د سترګې په لیدو ، ډېر یې له تالاره په وتو شول او ځینو مخونه په دسمالونو پټ کړل. له دې څرګندیږي چې اوس نو خلک سینما تللو کلتور ته په ښه سترګه نه ګوري.

د اریانا سینما مشر فاروق عیبت چې درې لسیزې له سینما سره پاتې شوی وایي ''پخوا به خلک له له کورنیو سره سینما ته ورتلل، خو اوس دغه دود له منځه. تللی نوموړی وایي هغه ځوانان چې سینما ته ځي هم په ښه نوم نه یادیږي.''

Image caption د اریانا سینما مشر فاروق عیبت درې لسیزې له سینما سره پاتې شوی دی

دوه لسیزې وړاندې په افغانستان کې د ولایتونو او پلازمېنې په ګډون پنځه څلویښت سینما ګانې وې چې یوازې درویشتو یې په کابل کې فعالیت درلود.

فعالې سینما په اجاره ورکړل شوي چې ډېر وخت د هندي او پاکستاني فلمونو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو فلمونه خپروي.

او یوازې چهارشنبې ورځ افغاني فلمونو ته ځانګړې شوې ده.

سینما سره د خلکو د کمې کچه لېوالتیا یو دا لامل هم دی چې ډېر وخت پکې زاړه او پخواني فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

په کور د ننه هم په معیار برابر د هنري فلمونو جوړول خورا لګښت ته اړتیا لري او د نورو ژبو نویو فلمونو پیرلو لپاره د افغانستان سینما ګانې له اقتصادي پلوه کمزورې دي.

Image caption لطیف احمدي په افغانستان کې د سینماګانو د بازار لوېدو اصلي لامل حکومت بولي

دا چې په افغانستان کې د فلمونو کاپي کول هم پریمانه دي خلک کولی شي افغاني او نور نوي فلمونه په ډیرو کمو پیسو د لویو یا کوچنیو ټلویزونو په پردو خپلو کورونو کې وګوري.

ډېری کورنۍ چې پخوا سینما ته تللې وایي د نورو ستونزو سره سره امنیتي ننګونې هم سینما ته د تللو مخه نیسي.

هغه سینماګانې چې د کورنیو جګړو په پایله کې ویجاړې شوې، بېرته نه دي رغول شوې او ځینې نورې یې په سوداګریزو مارکیټونو، زیرمو، د کنفرانس خونو او جوماتونو بدلې شوې دي.

د سینمايي ټولنې غړی انجینر لطیف په دولت نیوکه کوي او وایي ''د یوشمېر سینماګانو د ړنګېدو لاره په خپله اطلاعاتو کلتور وزارت هواره کړې ده.''

د پخوانیو سینماګانو له بېلګو، بهارستان چې اوسمهال په یو سوداګریز مرکز اوښتې او زینب سینما چې پخوا د کورنیو او مېرمنو لپاره ځانګړې وه اوس د ښځو چارو وزارت ترې د کنفرانس خونې لپاره ګټه اخلي.

سره له دې چې د تېرو ۱۴ کلنو پرمهال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی، خو فلم او سینما هغه صنعت دی هومره چې تمه کېده ونه غوړېده افغان فلم ریاست له ۲۰۰ ډېرو پردکشنونو ته د فلم جوړولو جواز ورکړې خو اوس یوازې اته یا نهه پرودکشنونه په فلم جوړونې بوخت دی.

هالیووډ او بالیووډ

Image caption د کابل ډېری سینماګانې په کرایه ورکړل شوې دي

تېر کال په افغانستان ۱۵ نوي هنري فلمونه جوړ شوي چې سږ کال په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې درې فلمونه جوړ شوي، چې هالیووډ او بالیووډ د سینماګانو یو سلنه هم نه جوړوي.

فلمي ستوری هارون صدیقي وایي ''فلمونه جوړوي، خو خپل لګښت هم نشي پوره کولی ځکه چې فلمونه کاپی کیږي او به اصلي بیه نه پلورل کیږي.''

سینما په ټوله نړۍ کې اووم هنر ګڼل شوی دا چې د یوې ټولنې د کلتور استازیتوب کوي، خورا ارزښت هم لري.

په لومړي ځل سینما افغانستان ته شاوخوا ۹۰ کاله وړاندې راغلې ده او لومړۍ سینما د ''بهزاد'' په نوم چې اوسمهال یې نښې هم نه دي پاتې او لومړی فلم د ''عشق دوستۍ'' په نوم په افغانستان کې جوړ شو.

Image caption اوس د افغانستان سینماګانو ته خلک ډېر نه ځي
Image caption د کابل سینماګانو کې تر ډېره پخواني فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي