غزني کې سیمه ییز پولیس او طالبان وژل شوي

د انځور حقوق

د غزني ولایت اندړو او جغتو ولسواليو کې د دولت وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو او ماین چاودنو کې اوه سیمه يیز پولیس او پاڅون وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، درې ملي پولیس د جغتو ولسوالۍ د مومند کوتل په سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې د دولت د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخامخ شول.

غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي، یاد پولیس له جغتو ولسوالۍ نه د غزني ښار ته روان وو.

د یادونې وړ ده چې د جغتو ولسوالۍ په تېر کې یوه له امن لرونکو ولسوالي ګڼل کېده.

بل خوا، د شپې مهال د اندړو د ولسوالۍ ګنډهیر په کلي کې طالبانو د سیمه يیزو پولیسو په امنیتي پوسته برید کړی.

په برید کې د احمدي په وینا درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه دا هم وايي، په دغه برید کې یو بل کس چې په امنیتي پوسته کې میلمه و، وژل شوی او دوه تنه ټپیان شوي دي.

احمدي وايي وسله والو هڅه کوله چې پوستې ته دننه شي، خو ونه توانېدل.

پر همدې مهال، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ګندهیر مهمه امنیتي پوسته يې نیولې یولس تنه اربکیان یې وژلي او وسلې یې هم له ځانه سره وړې دي.

تېره ورځ (شنبې) هم په اندړو ولسوالۍ کې ددولت د وسله والو مخالفینو او د پاڅون والو ترمنځ نښته کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي.

ورته مطالب