نه د کابل شوم نه د لندن

نثار احمد
Image caption د یوه وخت لپاره نثار احمد داسې فکر کاوه چې ګواکي د هغه خوب رښتیا شو. هغه هلته خپله یوه کوچنۍ نړۍ جوړه کړې وه

نثار احمد په کم عمر کې لندن ته ولاړ، ځکه دلته ''چاپېریال صحي نه و'' هغه هلته ۸ کاله له خپل پلار سره پاتې شو، چې د بریتانیا پاسپورټ یې درلود.

دی له غټو ارمانونو سره لندن ته تللی: ''غوښتل مې چې هلته خپل ژوند جوړ کړم، تعلیم وکړم او پاسپورت واخلم.. ''

اولیا اطرافي له نثار احمد سره د زړه خواله کړي او دغه راپور یې پرې چمتو کړی دی.

د یوه وخت لپاره نثار احمد داسې فکر کاوه چې ګواکي د هغه خوب رښتیا شو. هغه هلته خپله یوه کوچنۍ نړۍ جوړه کړې وه:

''هر ډول انډیوالان مې درلودل، انګرېزان، افغانان – کوم هیواد نه و چې ما پکې انډیوالان نه درلودل ''.

د یوه نوي ځوان په څېر د ده ورځې ډکې وې: ''ښوونځي ته تلم، مازدیګر به مې فوټبال کاوه، د انډیوالانو کور ته تلم. بیا ماښام راتلم د پلار سره – هره ورځ همدغسي''.

نه د کابل شوم نه د لندن

Image caption نثار احمد وایي، دقیقاً نه پوهېږي ولې یې دی له لندنه راواستاوه. د هغه پلار له ډېره وخته د بریتانیا تابعیت لري

ستونزه هغه وخت پیدا شوه چې نثار احمد بلوغ ته ورسېد. د هغه د کډوالۍ قضیه ناکامه شوې وه، هغه ښوونځی ختم کړی و او د بریتانیا دولت غوښته چې افغانستان ته یې ولېږي. نثار احمد تر یوه وخته قانوني جګړه وکړه خو ژوند یې بې ثباته و. هغه په دې ډول خپل ژوند ته دوام نشو ورکولای: ''چې پاسپورټ دې نه وي په کالج کې دې نه شاملوي، په پوهنتون کې دې نه داخلوي''.

نثار احمد وایي، دقیقاً نه پوهېږي ولې یې دی له لندنه راواستاوه. د هغه پلار له ډېره وخته د بریتانیا تابعیت لري:

''زه هم حیران یم چې ولې یې قبول نه کړم، پلار مې هلته کاروبار لري، هرڅه لري''.

د بریتانیا د مهاجرینو ادارې نثار احمد په اسنادونو کې لیکلي و، چې د هغه اړیکه د هغه له پلار سره دومره نژدې/ژوره نه وه چې له کبله یې موږ هغه قبول کړی وای.

دا د یوې ویجاړې کورنۍ کیسه ده، د ده نور وروڼه هم دا ګړۍ سرګردانه دي: ''یو ورور مې په فرانسه کې دی، یو مې په جرمني کې دی او یو مې په اتریش کې دی. هغوی هم غریبان اوس تللی دي، درې څلور میاشتې کېږي او ما غوندې همداسې پاتې دي''.

زه بېرته ځم

Image caption نثار احمد نه غواړي چا ته مشوره ورکړي چې هغوی باید لندن ته ولاړ شي که نه: ''هر څوک خپل ژوند لري فکر ''ماینډ'' لري او پوهېږي څه وکړي''.

نثار احمد وایي اوس په کابل کې د کرایې په یوه خونه کې اوسېږي او سخت نفس تنګه دی: ''دلته مې ژوند بيخي خړ پړ دی. هېڅ ژوند نشته دلته، بهر نشم تلای له ډار نه چې کوم ''پرابلم'' و نه شی، له دې ځایه ښار ته تلای نشم ... ''

هغه مني چې بې له ملګرو ژوند سخت دی، خو د ملګري جوړول هم یوه ننګونه ده: ''دوې اونۍ کېږي دلته راغلی یم خو ملګري دلته اصلاً نشته! ''

هغه زیاته کړه: ''کله کله چې سوچ کوم ماغزه مې دغسي پړقېږي. فکر کوم، په تا باندې څه وشول، خو دا ژوند ستا سره داسې وکړه؟ نه ژوند دېخوا لرم، نه هاخوا. په منځ کې پاتي یم... ټوله ورځ په کوټه کې تېروم، یا خوب کوم ... دا کور دی او بس! ''

نثار احمد نه غواړي چا ته مشوره ورکړي چې هغوی باید لندن ته ولاړ شي که نه: ''هر څوک خپل ژوند لري فکر ''ماینډ'' لري او پوهېږي څه وکړي''.

دا ځوان اوس په یوازېتوب کې ټوله ورځ د لندن ژوند وریادوي: ښوونځی، ملګري او پلار. خو یو څېز چې ډېر یې یادېږي، له ملګرو سره د فوټبال لوبه ده.

Image caption نثار احمد وایي اوس په کابل کې د کرایې په یوه خونه کې اوسېږي او سخت نفس تنګه دی

همدغه یادونه دي چې نثار احمد خپلې خواته یو ځل بیا کشوي: ''کاش وشي چې واپس لندن ته ولاړ شم او خپل ژوند همالته جوړکړم. هو ځم، بیا واپس ځم، خو مشکل لرم چې څنګه ولاړشم، په کومه لاره ولاړ شم''؟