هند افغانستان ته ۱۰۰۰ عرادې بسونه ورکوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption هندوستان له افغانستان سره د ۱۰۰۰ عرادو ټاټا ډوله بسونو مرسته کوي

هندوستان له افغانستان سره د ۱۰۰۰ عرادو ټاټا ډوله بسونو مرسته کوي. د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، هندوستان دا ځل افغانستان ته په دې شرط دغه بسونه ورکوي، چې افغان دولت به د مرسته کېدونکو بسونو لپاره مناسب تم ځای جوړوی، د بسونو لپاره به ځانکړي سړکونه جوړوی، د ترمیم لپاره به يې منظم سیسټم جوړوي او ۷۰۰ له کاره لوېدلي بسونه به بېرته ترمیموی.

احمد شاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې کابل ښار د ۵ میلیونو نفوس په لرلو سره هم مناسب ښاري ترانسپورټ نه لري. ښاریان له یوه ځايه بل ځای ته د تلو لپاره اړ دي چې یا خپل موټر ولري، یو ټکسي په کرایه ونیسي او یا به هم له هغو لیني موټرونو ګټه پورته کوي، چې د یوې ځانکړې سیمې لپاره کار کوي.

تېر کې هندوستان، پاکستان، ایران، جاپان او ایټالیا د افغانستان ټرانسپورټ لپاره ۹۵۰ بسونه مرسته کړې، خو ډېری دغه بسونه د ناسم مدیریت له امله کنډ و کپر شوي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وایي، هندوستان افغانستان ته په دې شرط دغه بسونه ورکوي، چې افغان دولت باید له کار لوېدلي بسونه ترمیم کړي، د ملي بس لپاره ځانکړې د تګ او راتګ کرښه جوړه کړي، ځانکړي تمځایونه به ورته جوړوي او د ترمیم لپاره به یې منظم سیسټم جوړوي.

ښاغلي قوانچ زیاته کړه چې دغه وزارت په پام کي لري چې ځینې ترانسپورتي خدمتونه خصوصي سکتور ته ورکړي.

ښاغلي قوانچ همدارنګه وویل وزارت یې د ښاروالۍ، ټولګټو چارو وزارت او د کابل ترافیکو ریاست سره په ګډه د ښاري خدمتونو او ټرانسپورتي اډانې پر جوړولو کار کوي. وايي په راتلونکو دوو اونیو کي به د ازمویني په ډول له هوايي ډګره تر خیر خانې پورې د ملي بس حلقوي ټرانسپورټي خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي.

چارواکي وايي، د ټول افغانستان ښاري ټرانسپورت لپاره ۵۰۰۰ بسونو ته اړتیا ده او له دې جملې نه یوازې کابل ۳۰۰۰ بسونو ته اړتیا لري، خو اوس مهال یوازې ۱۰۰ بسونه دغه ښار کې فعالیت کوي.