محکمې ښځه د مېړه د وژلو په جرم په ۲۰ کاله بند محکومه کړه

د غزني د استیناف محکمې یوه مېرمن په شل کاله تنفیذی بند محکومه کړه.

محکمې په خپلې علني غونډې کې مېرمن عاقله د خپل مېړه د وژلو په جرم د دې مدافع وکیل او رسنیو په شتون کې په بند محکومه کړه.

شپږ میاشتې وړاندې کشفي او عدلي ادارو د عبدالهادي نومي کس مړی وروسته له هغه د ده د خپل کور په انګړ کې تر خاورو لاندې وموند چې خور یې دغو ادارو ته خبر ورکړ.

دغه کور د غزني د کډوالو په ښارګوټي کې دی چې د معلوماتو له مخې مېرمن عاقلې د خپل ورور په مرسته دغه کور خرڅ کړی ؤ.

د انځور حقوق BBC World Service

وروسته کشفي او عدلی ادارو د دغې وژنې په تورعاقله ونیوله خو ورور په تېښتې بریالی شو.

له څېړنو وروسته لومړۍ محکمې عاقلې ته د شپاړسو کلونو بند سزا واوروله خو نن د استیناف محکمې د هغې د بند موده شلو کالو ته اوږده کړه.

د غزني د استیناف د محکمې رئیس محمد علي کریمي وویل چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د مجرمې د تمیز غوښتنې حق خوندی دی.

عاقلې چې د غزني د جاغوریو د ولسوالۍ اوسیدونکې ده کابو څلوېښت کاله وړاندې له عبدالهادی سره واده کړی ؤ او نژدې له لسو کلونو راهیسې د غزني د کډوالو په ښارګوټي کې سره اوسېدل.

ورته مطالب