غزني کې وسله والو یو ښوونځی سوځولی

Image caption دغه ښوونځی په یوه شخصي کور کې فعال و

د غزني ښار ته څېرمه د امام حداد په نامه د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته د ناپېژاندو وسله والو له لوري اور ورته شوی دی.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، تېره شپه لس بجې دغه ښوونځي ته درې وسله وال ننوتي چپړاسي یې تړلی او بیا یې د ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړی او تښتېدلي دي.

هغه وايي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د غزني مرستیال والي ددغې پېښې پړه په وسله والو مخالفینو اچوي.

په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد هم د پېښې د پخلي سربېره وايي، د سیمې خلکو د ښوونځي اور غلی کړی دی.

په اور کې د ښوونځي درې ټولګي سوځېدلي. د غزني ښار ته نژدې په دغه ښوونځي نژدې پنځه سوه هلکان او نجونې دوه وخته زده کړې کوي.

د پوهنې ریس عابد وايي، دا چې ښوونځی به د چا له خوا سوځېدلی وي، کره معلومات یې په اړه نه لري.

د امام حداد ښوونځی په یوه کرايي کور کې فعال و.

Image caption د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد هم د پېښې د پخلي سربېره وايي، د سیمې خلکو د ښوونځي اور غلی کړی دی.

تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې او چا پر غاړه نه ده اخیستې.

په تېرو نژدې شپږو کلونو کې غزني کې ښوونځی نه وو سوځول شوی.