افغان ولسمشرۍ ماڼۍ: "ملا عمر دوه کاله مخکې پاکستان کې مړ شوی"

Image caption د ملا محمد عمر د مړینې خبر د پاکستان د حکومت له خوا افغان چارواکو ته ورکړل شوی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ کال اپرېل کې په پاکستان کې مړ شوی و.

اعلاميه کې ويل شوي افغان حکومت پر دې باور دی چې د سولې خبرو ته "اوس تر هر بل وخته ښه زمينه" برابره ده.

اعلاميې زياته کړې له همدې امله پر ټولو ډلو غږ کوي چې " له دې فرصته په ګټه د سولې له خبرو" سره مله شي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند حسيب صديقي ويلي دوی خبر دي چې ملا عمر د ناروغۍ له امله د پاکستان يوه روغتون کې مړ شوی و.

له دې وړاندې هم د افغانستان امنیتي ارګانونو او ارګ ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، د طالبانو مشر ملا محمد عمر ژوندی نه دی.

سرچینې د خپل نامه نه ښودلو په شرط ویلي، ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوی دی. سرچینه وايي، دا خبر د پاکستان د حکومت له خوا افغان چارواکو ته ورکړل شوی، چې د نوموړي پر مړینې د افغانستان د امنیت شورا کې هم خبرې وشوې.

+ د ملا محمد عمر ژوندلیک ولولئ

مخکې د افغان د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې په اړه رپوټونه ترلاسه کړي.

ده وویل حکومت ددغو رپوټونو پر ارزونې بوخت دی خو تر اوسه دغه خبر نه تاییدولی شي او نه یې هم ردولی شي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دوی د دې خبر په اړه له لوړپوړو طالب مشرانو سره سلا مشوره کوي، او په دې اړه به وروسته غبرګون په ډاګه کړي.

په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ خبري غونډه جوړه کړي او امکان شته چې په دې اړه خبرې پکې وشي.

د ملا عمر د مړینې په اړه ګنګوسو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو بڼو خپرې شوې، خو پاکستان کې د طالب استازو او د افغانستان د سولې د استازو ترمنځ تر خبرو وروسته پاکستاني رسنیو دا خبر خپور کړ.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر په وروستیو کلونو کې د خپلو نژدې کسانو له سترګو پناه و، خو د اخترونو په څېر مناسباتو کې به د نوموړي پیغام د طالبانو د وېبپاڼې له لارې خپرېده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالبانو د ملا محمد عمر په واکمنۍ کې د افغانستان نژدې ۹۰ سلنه خاوره نیولې وه.

که څه هم د ملا عمر په اړه ډېر معلومات نه و، خو د روان کال په لومړیو کې طالبانو د هغه ژوندلیک په پنځو ژبو رسنیو ته ولېږه.

ملا محمد عمر

  • طالبان وايي، ملا محمد عمر په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د سوېلي کندهار ولایت 'چاه هفت' کلي کې زیږېدلی
  • نوموړی له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي د ځواکونو پرضد جنګېدلی، څلور ځلې ټپي شوی او په پای کې یې ښۍ سترګه له لاسه ورکړې ده
  • ملا عمر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د القاعدې شبکې له مشر اسامه بن لادن سره نژدې اړیکي لرل
  • په ۱۹۹۴ کال د طالبانو مشر شو، په ۱۹۹۶ کال طالبانو د 'امیر المؤمنین' لقب ورکړ
  • د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال د طالبانو واکمني ړنګه کړه او د ملا عمر پر سر یې ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه
  • د روان کال لومړیو کې طالبانو په لومړي ځل په پنځو ژبو د ملا عمر ژوندلیک خپور کړ. د ملا عمر د شخصيیت په اړه ویل شوي، چې هغه یو آرام سړی دی، نه په غوسه کېږي او نه هم وېرېږي. له هېواده بهر کوم بانکي ګڼون (اکونټ) نه لري. خوش خلقه او شوخ طبعه انسان دی، خو هېڅکله له خپلو ملګرو ځان لوړ نه ګڼي.

ورته مطالب