'طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل مشر ټاکلی'

طالبان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالب سرچينې وايي چې د ملا عمر ځاى ناستى يې ټاکلى

ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمرمرستیال و.

نوموړي ته به لکه د ملا محمد عمر په څېر د 'امیرالمؤمنین' خطاب نه کېږي یوازې مشر به وي.

د طالبانو د پېښور شورا یوه مخکښ غړي د نامه نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ومنله، چې د ملا عبدالقیوم ذاکر، ملا حبیب الله او طیب آغا په څېر طالب مشران له دغې ټاکنې سره جوړ نه دي او له غونډې یې وتلي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

سراج الدین حقاني د ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی دی.

پر همدې مهال، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي او سولې د دویم پړاو خبرې ځنډول شوې دي.

په پام کې وه، چې دا خبرې د زمري پر ۹مه، پاکستان کې وشي.

د چارشنبې په ورځ (زمری ۷مه) د افغانستان دولت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور کړ، چې په وینا یې دوه کاله وړاندې پاکستان کې مړ شوی دی.

ورته مطالب