د هلمند نوزاد د سقوط په اړه ضد او نقیض خبرونه

د انځور حقوق c
Image caption وسلوال طالبان وایي، نوزاد ولسوالۍ یې په بشپړ توګه تر ولکې لاندې راوستې.

د هلمند شمالي ولسوالۍ نوزاد په اړه ضد او نقیص راپورونه دي، ځایي قومي مشران او طالبان وایي، وسلوالو طالبانو نیولې، خو چارواکي بیا هلته د درنې جګړې پخلی کوي.

په دغه ولسوالۍ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې.

په مشرانو جرګه کې د هلمند یو استازی وایي،که د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ګام پورته نه شي، ددغه ولایت ټولې شمالي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، د راپورونو له مخې د هلمند نوزاد ولسوالۍ تېره ورځ (چارشنبې) ماځیګر تر درنې جګړې وروسته د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې راغلې او هلته مېشتو امنیتي ځواکونو شاتګ کړی.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلګو استازی هاشم الکوزی وایي په دغه ولسوالۍ کې یوازې دوې امنیتي پوستې وې، چې تېره ورځ هغه هم راشاته شوې او ولسوالۍ یې وسلوالو ته پرېښې ده.

ښاغلي الکوزي د پړې ګوته په دغه ولایت کې د افغان پوځ مشرانو ته نیسي، چې پر وخت یې ددغه ولسوالۍ د ژغورلو هڅه نه ده کړې:

''تېره ورځ څلور بجې د نوزاد دوې وروستۍ پوستې هم د وسلوالو لاسته ولوېدې. نژدې شل تنه پولیس، ملي اردو او نور سرتېري وژل شوي او نوزاد په بشپړه توګه د وسلوالو تر ولکې لاندې راغله. ''

هغه همداراز زیاته کړه که مرکزي حکومت د نوزاد د بېرته نیولو هڅه ونه کړي ددغه ولایت شمالي ولسوالۍ په ځانګړې توګه موسی کلا به د وسلوالو ګوتو ته ولوېږي.

خو د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار د نورو جزییاتو له ورکړې پرته یوازې په دغه ولسوالۍ کې د درنې جګړې پخلی کوي.

ځايي خلک وایي، تېره شپه افغان پوځي چورلکو پر وسلوالو بریدونه هم کړي.

وسلوال طالبان وایي، نوزاد ولسوالۍ یې په بشپړ توګه تر ولکې لاندې راوستې.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې افغان ځواکونو ته یې د درانه ځاني زیان ترڅنګ په لوی شمېر وسلې او مهمات هم نیولي.

ورته مطالب