د جلال الدین حقاني د مرگ ضد و نقيض خبرونه خپاره شوي

د انځور حقوق BBC World Service

بي بي سي ته د پاکستاني طالبانو یوه مشر ویلي چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني یو کال وړاندې مړ شوی دی.

سرچينې بي بي سي ته ويلي حقاني د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له کبله مړی شوی او په افغانستان کې د دننه خاورو ته سپارل شوی دی.

خو د دې خبر له خپرېدا څو ساعته وروسته په وزيرستان کې يوې بلې سرچينې چې ځان د حقاني کورنۍ ته نژدې بولي ادعا وکړه چې دا خبر ناسم دى.

دغه سرچينه وايي پاکستاني رسنيو دا خبر غلط خپور کړى دى.

خو دغه سرچينه وايي چې جلال الدين حقاني په دې وروستيو کې ناروغ و چې د دوى په وينا اوس روغ شوى دى.

له تېرو څو کلونو د جلال الدين حقاني د مړينې په اړه راپورونه ورکړل شوي وو خو شبکې يې د مرګ خبرونه ردول.

جلال الدين حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو چارو وزير و.

جلال الدين حقاني پر ۱۹۸۰ کلونو کې د شوري اتحاد پر وړاندې جګړه کې د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده او د ځدراڼو له قوم څخه دی.

ويل کېږي اوسمال د حقاني شبکې پوځي مشري د ده زوی سراج الدين حقاني پر غاړه لري.

افغان دولت وايي حقاني شبکې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه ترسره کړي دي.

د پنجشنبې پر ورځ (۳۰ جولای) طالبانو تر هغه يوه ورځ وروسته د ملا عمر مړينه ومنله چې افغان دولت يې اعلان وکړ.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې په حقاني شبکه بنديزونه لګولي وو.

په لومړي سر کې طالبانو د ملا عمر د مړينې په باب له څه ويلو انکار کاوه او ان يوې سرچينې يې رد کړى و.

خو د پنجشنبې پر ورځ ( د جولاى ٣٠ مه) طالبان د يوې اعلاميې په خپرولو د ملا محمد عمر د مړينې پخلى وکړ او بيا يې د هغه ځاى ناسته ملا منصور وباله.