طالبانو د جلال الدين حقاني د مړينې خبر نه دی تاييد کړی

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي حقاني د طالبانو له ډلې سره نژدې اړيکې لرلې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او قبايلو چارو د په وزير په توګه کار کاوه

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د حقاني ډلې مشر مولوي جلال الدين حقاني ژوندی دی.

د ملا محمد عمر د مړينې خبر له تاييد دوه ورځې وروسته د طالبانو يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي وو، چې د حقاني ډلې مشر هم مړ شوی دی.

د طالبانو له خوا وړاندې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جلال الدين حقاني وړاندې ناروغ و، اوس يې روغتيايي حالت ښه دی.

تېره جمعه (۳۱ جولای) رويټرز د ښاغلي حقاني د کورنۍ دووغړو له خولې ويلي چې مولوي حقاني تر اوسه ژوندی دی.

بل خوا د حقاني کورنۍ يوه بل غړي رويټرز خبري اژانس ته د جلال الدين مرګ تاييد کړی، وايي دوه کاله وړاندې مغزو کې د وېنې بهېدنې له کبله مړ شوی دی.

وړاندې يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي وو چې حقاني د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له کبله مړی شوی او په افغانستان کې د دننه خاورو ته سپارل شوی دی.

خو د دې خبر له خپرېدا وروسته په وزيرستان کې يوې بلې سرچينې چې ځان د حقاني کورنۍ ته نژدې بولي ادعا وکړه چې دا خبر ناسم دى.

دغه سرچينه وايي پاکستاني رسنيو دا خبر غلط خپور کړى دى.

مولوي حقاني د طالبانو له ډلې سره نژدې اړيکې لرلې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او قبايلو چارو د په وزير په توګه کار کاوه.

د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد له ټاکل کېدو وروسته، د جلال الدين حقاني زوی، سراج الدين حقاني د دې ډلې د مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې هم د مولوي جلال الدين د مرګ خبرونه خپاره شوي وو. ویل کېږي له څو کلونو راهيسې د حقاني شبکې مشري د ده د زوی سراج الدين حقاني په لاس کې لرله.

حقاني څوک دی؟

جلال الدين حقاني شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د افغانستان په خوست کې زيږېدلی دی.

حقانی د مولوي یونس خالص په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند سره يو ځای د روسانو پر وړاندې جنګېده او د افغانستان په جنوب ختيځ کې له مشهورو قوماندانو ګڼل کېده، ويل کېږي په دې جګړه کې ټپي شوی هم و.

حقاني ډله لومړی د ده بيا يې د زوی پر مشرۍ افغانستان کې د خارجي ځواکونو پر وړاندې له دريو جنګېدونکو ډلو يوه ډله ده.

دغې ډلې په تېرو وروستيو کلونو کې په افغانستان کې پر ناټو او امریکايي ځواکونو ګڼ شمېر عمليات او بریدونه کړي دي.

۲۰۱۱ کال جون مايشت کې پر اينټر کانټينېنټل او د ۲۰۱۱ کال سپټمبر مياشت کې د امريکا پر سفارت او ګڼ نورو بريدونو پړه دې ډلې پر غاړه اخيستې وه. افغان حکومت هم د دې او ګڼو بریدونو ګوته حقانې ډلې ته نيسي.

امریکا په ۲۰۱۲ کې پر حقاني ډله بنديزونه لګولي او يوه ترهګره ډله يې بللې وه.

د پنجشنبې پر ورځ (۳۰ جولای) طالبانو تر هغه يوه ورځ وروسته د ملا عمر مړينه ومنله چې افغان دولت يې اعلان وکړ.

په لومړي سر کې طالبانو د ملا عمر د مړينې په باب له څه ويلو انکار کاوه او ان يوې سرچينې يې رد کړى و.

خو د پنجشنبې پر ورځ ( د جولاى ٣٠ مه) طالبان د يوې اعلاميې په خپرولو د ملا محمد عمر د مړينې پخلى وکړ او بيا يې د هغه ځاى ناسته ملا منصور وباله.

ورته مطالب