د طالبانو د نوي مشر غږيز پيغام، "جهاد به دوام لري"

د انځور حقوق bbc
Image caption د پنجشنبې پر ورځ ( د جولاى ٣٠ مه) طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکه

طالبانو سره تړلې يوې وېبپاڼې د ملا اختر محمد منصور يوه وينا خپره کړې چې د طالبانو د امير په توګه ده له ټاکلو وروسته کړې ده.

د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور په دغه پيغام کې له ټولو طالبانو غوښتي چې سره يو موټی شي.

دی وايي "که موږ او تاسو متحد وو، نه دښمن پر موږ اغېز کولای شي نه بل څوک، موږ بايد يوځای وو، زموږ بېلتون دښمنان خوشاله کوي"

دی وايي "زموږ جهاد به په توره او د خبرو له لارې روان وي، دا د يوه يا دوو کسانو کار نه دي دا زموږ ټولو مسوليت دی".

د پيغام په بله برخه کې ملا اختر محمد منصور وايي "د سولې خبرې د دښمنانو تبليغات دي او جهاد به تر هغه په افغانستان کې جاري وي چې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته راشي".

د خبرو په بله برخه کې ده د سولې خبرو يادونه کړې او ويلي يې دي هر تصميم به يې د "شريعت" په رڼا کې وي.

دی وايي "که چېرې هره اساسي پروسه رامنځ ته کېده هغه به د شريعت په څپر کې وي د هغه په رڼا کې به ټول اجرات کېږي، هغه که جهاد په توره و، که په خبرو باندې منزل ته رسېده"

د طالبانو نوي مشر په خپلو ليکو کې د يوالي او اتحاد ټينګار کړی. وايي "د دښمنانو دا خبرې چې سوله ده او د سولې پروسه، دا ټول د دښمنانو پروپاګند دی. دوی دا تبلیغات د پيسو له لارې د رسنيو او علماء سو له لارې کوي، چې جهاد ضعيف کړي".

دغه ۳۰ دقيقې اوږده وينا د طالبانو د وياند له خوا هم خبريالانو ته لېږل شوې ده.

د پنجشنبې پر ورځ ( د جولاى ٣٠ مه) طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د ملا محمد عمر د مړينې پخلى وکړ او ملا منصور يې د هغه ځاى ناستی وباله.

په لومړي سر کې طالبانو د ملا عمر د مړينې په اړه له څه ويلو انکار کاوه او ان يوې سرچينې يې مړينه رد کړى وه.

ورته مطالب