'طالبان د خپل مشر د ټاکلو لپار بیا شورا جوړوي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو هغه غړي، چې د ملا منصور له ټاکلو سره مخالفت کوي وايي، چې دا ټاکنه تقریبا ناقصه ده

د طالبانو د رهبرۍ شورا هغه غړي، چې د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له غوراوي سره مخالف دي وايي، ډېر ژر به د طالبانو د " نوي" مشر ټاکلو لپاره د خپلو مشرانو، استازو او علماوو غونډه را وغواړي.

طالبانو د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته ډېر ژر ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه اعلان کړ.

خو اوس د هغه له ټاکنې سره د رهبرۍ شورا يوشمېر مخالف مشران وايي، د دوى په ټکو "د يوه متفق عليه" مشر ټاکلو لپاره ۳ یا ۵ ورځو کې غونډه راغواړي، چې وايي، خپله ملا اختر محمد منصور ته به هم پکې د ګډون بلنه ورکړي.

د طالبانو هغه غړي، چې د ملا منصور له ټاکلو سره مخالفت کوي وايي، چې دا ټاکنه تقریبا ناقصه ده او غواړي، چې د دغې ډلې د ټولو غړو په مشوره د دوی نوی مشر وټاکل شي.

د ملا منصور انتخاب سره د مخالفو طالب مشرانو د ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازى، چې د کوټې شورا غړیتوب هم لري د بي بي سي پښتو څانګې همکار عنایت الحق یاسیني سره خبرو کې وویل:"دغه ټاکنه چې دوی کړې دا موږ تقریباً ناقصه بولو ځکه دا کوم کسان، چې دوی را غوښتي وو دا محدود کسا ن وو. دا د ټول اسلامي امارت استازیتوب نه شي کولای، دا ټول د شورا خلک نه دي ټول مجاهدین باید را ټول شي او د ټولو په مشوره او تفاهم باید دا کار تر سره شي".

د انځور حقوق
Image caption د طالبانو هغه غړي، چې د ملا منصور له ټاکلو سره مخالفت کوي وايي، چې دا ټاکنه تقریبا ناقصه ده او غواړي، چې د دغې ډلې د ټولو غړو په مشوره د دوی نوی مشر وټاکل شي

ملا عبدالمنان نيازي په خبرو کې زیاته کړه. چې د اصولو پر بنسټ به اول دوی شورا جوړوي له هغه وروسته به بیا دوی مشر غوره کوي.

ملا نیازي وویل:"کوم اسلامي اصول او د کار طریقه چې ده، هغه دا چې د هر زعیم له وفات وروسته شورا ټاکل کېږي، د شورا له تشکیل او تعین نه وروسته به بیا د هغه نظام امر ټاکل کېږي".

د طالبانو له دغې ټاکنې سره مخالف کسان په دې بوخت دي، چې په نژدې را تلونکي کې د خپل مشر د ټاکلو لپاره شورا جوړه کړي او د شوار له تشکیل نه وروسته به خپل مشر ټاکي.

د ښاغلي نیازي په خبره دغه چاره به دوی تر را تلونکو ۳ یا ۵ ورځو ترسره کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو له دغې ټاکنې سره مخالف کسان په دې بوخت دي، چې په نژدې را تلونکي کې د خپل مشر د ټاکلو لپاره شورا جوړه کړي او د شوار له تشکیل نه وروسته به خپل مشر ټاکي

ښاغلي عبدالمنان نیازی وايي:"موږ دا کولای شو چې ټول علما را غونډ کړو او موږ به په دغه درې یا پنځو ورځو کې دا تشکیل جوړ کړو او ټول علما، مجاهدین د شورا او امارت مشران غړي راغواړو او د ټولو په مشوره به دا کار کوو".

د ملا منصور انتخاب سره د مخالفو طالب مشرانو د ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازى چې د طالبانو د غورځنګ په پيل کې هم ددې تحريک وياند وو، په تيليفوني خبرو کې یې بي بي سي ته وويل، چې د ده په خبره د نوي مشر په توګه د ملامنصور په انتخاب کې هېڅ ډول قانون په پام کې نه دى نيول شوى.

د طالبانو غورځنګ د بنسټ اېښودونکي مشر، ملا محمد عمر مجاهد، د مړيني له تاييد وروسته ملا منصور د هغه د پلويانو لخوا د طالبانو د مشر په توګه اعلان شوى دى.

ورته مطالب