غزني کې د ماین چاودنې له کبله ۳ مېرمنې وژلې شوې

د انځور حقوق AFP

د غزني د اندړو ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ۳ مېرمنې وژلې شوې او یو نارینه ټپي شوی دی.

د دې پېښې ټول قر بانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

دغه کسان د اندړو ولسوالۍ د خړ نومي کلي اوسېدونکي وو چې نن (اګست ۳) سهار ۹ بجې له کوره د خپلوانو کره د فاتحې د مراسمو په موخه وتلي وو، چې په دغه ماین ور پېښ شول.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ساپي د دغې پیښې د تایید ترڅنګ وویل، د دغې ماین چاودنې له کبله ۳ ښځې وژل شوې او یو نارینه ټپي شوی دی.

ښاغلی ساپی وايي، چې د اندړو د ولسوالي په ډېریو لارو کې د دولت وسله والو مخالفینو ماینونه ښخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، له چاودنې وروسته ټپي کس د اندړو د ولسوالي روغتون ته وړل شوی خو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

که څه هم ننګ ساپی د دغې پېښې پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو اچوي خو تر دې دمه ددغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

داپه داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې په ورته پيښه کې څلور ماشومان وژل شوي وو او دوه نور ټپیان شوي وو.

ورته مطالب