د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید طیب آغا استعفا کړې

سید طیب آغا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سید طیب آغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و او د طالبانو د رهبري شورا لوړپوړي چارواکي او د ملا عمر د نژدې کسانو څخه وو. د طیب اغا استعفا د طالبانو په ډله کې د ژور اختلاف راپورته کېدل په ګوته کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید طیب آغا د خپل مشر ملا عمر د مړینې د پټولو په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا کړې ده. بي بي سي ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په بهر کې د طالبانو د نوي مشر ټاکل 'لویه تېروتنه' ده او پر دې موضوع د دې غورځنګ د ټولو غړو 'موافقه نشته'.

ښاغلی طیب آغا په دې خبرپانه کې ویلي چې د ملا عمر د مرګ موضوع د دوو کلونو لپاره پټه ساتل یوه لویه تاریخي تېروتنه وه.

طیب آغا په انګلیسي ژبه په یوه خبرپاڼه کې، چې ځینو رسنیو ته استول شوې، خپله استعفا هم وړاندې کړې ده.

سید طیب آغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و او د طالبانو د رهبري شورا لوړپوړي چارواکي او د ملا عمر د نژدې کسانو څخه وو. د طیب اغا استعفا د طالبانو په ډله کې د ژور اختلاف راپورته کېدل په ګوته کوي.

نوموړي لیکلي: ''د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور ټاکل یوه لویه تېروتنه ده؛ ځکه چې بهر کې د مشرانو هر راز ټاکل کېدو افغان ولس له ناوړه پایلو سره مخامخ کړی. ''

ښاغلی طیب اغا دا موضوع د شوروي له نیواک وروسته په مسکو کې د افغانستان لپاره د مشر ټاکل، بیا وروسته په ایران او پاکستان کي د مجاهدینو د مشرانو ټاکل او د امریکا د نیواک وروسته په بن کې د افغان مشرانو ټاکلو ته ورته ګڼلې ده.

ده همدارنګه ویلي چې ملا محمد عمر په ۲۰۰۹ کال کې له امریکا سره د سولې د خبرو په اړه موافقه ښوولې وه، چې نیواک ته د پای ټکی کېښودل شي او د افغانستان موضوع په سوله ییز ډول حل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي، دا یو لویه تېروتنه وه چې د ملا عمر پیغام یوازې یو څو محدودو کسانو ته رسېده او د دې غورځنګ نورو غړو ته به نه رسېد.

د کوټي د شورا غړي عبدالمنان نیازي بي بي سي ته منلې چې سید طیب آغا له خپلې دندې لاس پر شوی دی.

دی ټینګار کوي چې دوه نیم کاله د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر پټول یوه تاریخي تېروتنه ده، او د پاکستان له لارې پر خبرو هوکړې ددغه خبر په لوڅولو کې مهم رول ولوباوه.

طیب آغا په ډاګه ویلي، د نېک نیت له مخې یې هوډ کړی چې د طالبانو په سیاسي دفتر کې له مشرۍ لاس پر سر شي، چې دده په ټکو تر دې وروسته به د طالبانو له خو په نیول کېدونکو پرېکړو او کړو کې ښکېل نه وي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې سید طیب آغا به سر له ننه له افغانانو یا بهرنیانو سره د یوه عادي افغان وګړي په توګه ګوري، نه د طالبانو د تحریک د یوه غړي یا مشر په بڼه.

طیب آغا له طالبانو له غورځنګه غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي او هلته خپلې مهمې پرېکړې وکړي، ځکه چې په وینا یې هلته په آزاد ډول خپل نوی مشر ټاکل شي.

سید طیب آغا زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې غوره دا ګڼي چې بې پرې پاتې شي:

''په اوسنیو لانجمنو شرایطو کې زه د هېڅ کومې غاړې ملاتړ نه کوم. اوس د طالبانو په اړوند داسې هڅې روانې دي چې دوی په یوه تلک کې راګیر شي. له دې دسیسې د وتلو یوازېنۍ لار دا ده چې ټولې اړوندې غاړې د ازادۍ ساتلو لپاره د خپل مشر قربانیو ته درناوی وکړي او د سلګونو زرو کسانو د قربانیو ثمره ترلاسه کړي. ''

د انځور حقوق
Image caption د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د سولې د خبرو په موخه قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیستل شو

د طالبانو د سیاسي دفتر دغه مشر د جګړې په ډګر کې له طالب قومندانانو او جنګیالیو د یووالي او خپلواکۍ او د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتلو غوښتنه کړې ده، نوموړي پر هغو هېوادونو او غاړو د بریدونو نه کولو غوښتنه هم کړې ده، چې د افغانستان په بیارغونه او ددغه هېواد د بې وزله ولس په لاسنیوي کې برخه لري.

طیب آغا له طالبانو دا غوښتنه هم کړې ده، چې د بهرنیانو د ګټو لپاره ونه کارول شي.

طالبان: د ملا عمر زوی ملا یعقوب 'نه دی وژل شوی'

د طالبانو دوو مشرانو د ملا محمد عمر د زوی ملا يعقوب د وژل کېدو ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د ماليې وزير او د رهبري شورا غړي اغا جان معتصم بي بي ته ويل ملا يعقوب ژوندی دی او دی له هغه سره په اړیکه کې دی.

وړاندې کابل کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ادعا وکړه چې ملا یعقوب په کوټه کې وژل شوی دی.

ظاهر قدیر دا هم ویلي وو، د ده په ټکو "معتبرو سرچینو" ورته ويلي، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی د مخالفو طالبانو او د پاکستان د امنيتي ادارو له ‎خوا څو ورځې وړاندې وژل شوی دی.

له اسلام اباد نه د بي بي سي خبریال طاهر خان پخپل راپور کې وايي، اغا جان معتصم وايي د يعقوب د وژنې خبر چورلټ بې بنسټه دی.

د طالبانو په حکومت کې يو بل چارواکي ډاکټر امين الحق هم د ملا عمر د زوی د قتل خبر دروغ بللی دی.

امين الحق، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پلان د ادارې مشر پاتې شوی، له یوه نامعلوم ځايه د تیلېفون په کرښه بي بي سي ته ويل، دوې ورځې وړاندې ده له ملا يعقوب [د ملا محمد عمر له زوی] سره اړیکه نیولې ده.

Image caption وړاندې، افغان حکومت په هېواد کې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر د فاتحې اخیستو په تړاو د مراسمو جوړولو د مخنیوي اعلان وکړ.

وړاندې، افغان حکومت په هېواد کې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر د فاتحې اخیستو په تړاو د مراسمو جوړولو د مخنیوي اعلان وکړ.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د دې خبر په غبرګون کې دا ''د کابل ادارې وارخطايي'' ګڼلې ده.

ورته مطالب