زابل کې د چورلکې نسکورېدو مرګژوبله اړولې

د انځور حقوق AFP

په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مشر جنرال داود شاه وفادار وایي، د دوی یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالویدلې خو نوموړي د سر زیان په اړه څه و نه ویل.

په سوېل کې یوه جګپوړې امنیتي سرچینه وایي، د افغان پوځ د یوې چورلکې د رانسکوریدو له کبله د ملي اردو ۱۷ سرتیري وژل شوي دي.

دغه چارواکي وایي، چورلکه د زابل د نوبهار او شینکي ولسوالي د شیخل په غرنۍ سیمه کې رانسکوره شوې ده.

د راپورونو له مخې چورلکې له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه سيمې ته سرتیري لېږدول، چې له دغې پېښې سره مخامخ شول.

یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل، چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله مخکې له دي، چې بیړنۍ ناسته وکړي اور یې اخیستی او ټول سپاره کسان په کې وژل شوي دي.

د زابل د پولیسو مشر جنرال میرویس نورزي بي بي سي ته ویل، د پېښي د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی لیږلی.

خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي، چې چورلکه دوی راغورځولې.

ددغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي، دغه پېښه کې تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.

ورته مطالب