لونګ: د ځوانانو د فکري بېلتون غميزه

د انځور حقوق AP

که دوه کاله مخکې مې ويلي وای چې ددې وطن لپاره د رنسانس مخکښان همدغه ځوانان دي چې په لويو او وړو هستو کې ناستې ولاړې او د وطن پر حالاتو ارزونې لري نو هېڅ د شک او شبهې ځای پکې نه و.

زما په ګډون ډېر ځوانان له هر ډول فردي تمايلاتو پرته له يو بل سره په اړيکه کې ول او د دې وطن د خير ښېګڼې او پرمختيا لپاره يې ارماني هڅې کولې.

موږ د يوې نادولتي ادارې له لوري د ځوانو سياستوالو او سياسي ګوندونو په پرله پسې غونډو کې پر ډېرو شيانو د اختلاف او مشاجرې شاهدان و، خو د وطن د راتلونکې د ښېرازۍ مسايل يوازينې هغه و چې هېچا پکې د خو او نه اړتيا نه ليدله.

په خواله رسنيو، ورځپاڼو او نورو هغو کې د اختلاف څپې په کېناستو وې، د ملي مسايلو په اړه د توافقاتو ساحه په پراخېدو وه، د توپېرونو دېوالونه په نړېدو و او په روڼاندو کې ورو ورو دا فکر په غوړېدو و چې "تر هر څه مخکې وطن".

موږ پر ولسواکي د باور پر لور سفر کاوه، هر چا د دې وطن لپاره هغه ولسواکي غوښته چې دا مهال له موږ پرته نورې بشري ټولنې ترې خوند اخلي. موږ ته به په ډېرو غونډو کې ځان د همزيستۍ د کولتور دودولو مخکښان ښکارېدل، ځکه موږ له هر ډول مذهبي، کولتوري، او سياسي توپيرونو پرته د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر کاوه او پر ولسواکۍ مو د باور تمثيل کاوه.

خو څه وشول؟

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په سياسي لحاظ ډېرو ته درسونه ورکړل، خو زما لپاره يې لوی درس دا و چې زموږ منورين او روڼاندي يې تر سياستوالو ډېر څپڅپانده را معرفي کړل.

موږ داسې انګېرله چې د هېواد ځوان روڼاندی نسل پر دې پوهېږي چې ولسواکي څه شی دی او تر څنګ يې دا هم غواړي چې له ولسواکي څخه د هېواد د ښېرازۍ لپاره څنګه ګټه واخلي خو دا خبره سرچپه وه.

له بده مرغه، دوی له ولسواکي څخه د ټوپک کار واخيست او يو بل يې تر هغه پرې و ډزول چې يا يې ځان ورته راڅملاوه او يا يې هم خپل حريف.

زموږ منورينو د ولسواکي تمثيل هم هېر کړ او هر چا دا فکر کاوه چې ټولنه او افراد قانوني مکلفيت لري چې د دوی غوندې فکر وکړ. تر ټاکنو مخکې زموږ دا هيلې په غوړېدو وې، چې د تاريخي جبر ځينې تابوګان به د همدې ځوانانو په لاس ماتېږي چې هم فکر د ټولنې لپاره کوي او هم سياست، خو دا هيله سرچپه راوخته او همدغه ځوانان و چې د نورو تابوګانو په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه.

د بيان د ازادۍ او فردي حقونو ټول واټونه يو طرفه شول. حق يوازې تر "ما" يا "تا" پورې منحصر شو. له "ما" او "تا" پرته ټول پر غلطه لاره روان ول.

د ولسمشر کرزي د واک په وروستيو کلونو کې فردي ازاديو ته احترام په خورا هېښوونکې توګه مخ پر ډېرېدو و. دا زموږ د ټولنې لپاره تر ټولو ښه زېری و. د نړۍ تجربه دا ده چې هغه ټولنې تر نورو ډېرې ښېرازې دي چې فردي ازادۍ ته پکې درناوی زيات دی.

په هېواد کې فردي ازاديو ته د درناوي پايله دا وه چې متعدد فکري محورونه پر يوه هغه د بدېدو درشل ته را ورسېدل. هر څوک له هر چا سره پر هره مسله بحث ته چمتو شول او هر چا پر هره مسله باندې د څه اورېدو زغم ته چمتو کېدل.

زما لپاره تر ټولو خوښوونکې خبره دا وه چې دا فکر په دودېدو و، چې په طبيعت کې هېڅ شی تر نقد لوړ نه دی. دا داسې يو فکر دی چې د ټولنې په پرمختګ کې خورا محسوس رول لري. د اروپا د منځينو پېړيو د اختناق د پای ته رسولو يوه عنصر دا وه چې هر څه نقد کېدای شي. د هر څه نقد کولو د اروپا د فکر انجماد دوره پای ته ورسوله او د پرمختګ دروازې يې ورپرانيستلې.

زه اوس هم هيله لرم چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې دې سرحد ته رسېږي چې هر څه پکې نقد کړای شو، خو دوه کاله مخکې زما په ګډون زما ډېرو فکري ملګرو داسې انګېرله چې ګني دا وخت په نن او سبا کې را رسېدونکی دی.

نوې هستې

له ديني ليدلوري د مذاهبو اختلاف مذهبي ښېګڼه لري. همدغه اختلاف خلکو ته ډېر فرصتونه برابر کړي دي او تر ټولو محسوسه ښېګڼه يې دا ده چې د ګناه او سرغړونې احتمالات يې راکم کړي دي.

اختلاف عينا په همدغه مفهوم په ولسواکۍ کې هم کارول کېدای شي، خو له بده مرغه تېرو ټاکنو موږ ته ثابته کړه چې زموږ ذهني بلوغ ته لا هم ډېر کلونه پاتې دي. اختلاف زموږ لپاره د راحمت پر ځای پر زحمت بدل شو او تر ټاکنو مخکې جوړ شوې فکري هستې يې ټولې ونړولې او هر څوک پخپله مخه ولاړل. دوه کاله وروسته اوس ګورو چې سياستوال سره يو ځای شول خو منورين او روڼاندي لا هم سره ورک دي.

د انځور حقوق EPA

کليوال مروتونه د ښار دوړو کې ړانده شول

اوس نه ستا څه پته لګي نه زما څه پته لګي

عزيز مانيروال

تېرو دوو کلونو کې ثابته شوه چې موږ لا هم زغم نه لرو. د خواله رسنيو يوه ځانګړنه دا ده چې هر څه دې مخې ته راځي، او ته د دې ډېر لږ فرصت لري چې سترګې ترې واوړې. په دې کې ستا له نظر سره موافق او مخالف ټول نظرونه درته رامخې ته کېږي.

په طبعي ډول انسان کله کله له ځينو نظرونو سره همغږی نه وي، بلکې بد هم پرې ولګېږي. زه ډېر ځله له همدغسې قضيو سره مخامخ کېږم او کله کله مې زړه راته وايي چې د بلاک کولو غوراوی وکاروم، خو دوه خبرې مې پرېکړه بدلوي. لومړی دا چې زه بايد پر ولسواکي باندې باور او د بل د نظر د منلو زغم همدلته تمثيل کړم. بل دا چې د مخالف نظر اورېدل سړی هڅوي چې پر خپل دريځ له سره غور وکړي. دا حتمي نه ده چې ستا دريځ دې غلط وي او ته دې بدلېدو ته اړ شې، خو دا د مخالف نظر ارزښت دی چې موږ ځانته متوجه کوي.

په تېرو نژدې دوو کلونو کې که په بېلابېلو برخو کې د افغان ځوانانو د کارندګي لپاره د ارزونې شاخصونه جوړ شي، نو تر ټولو لږې نومرې به يې په دوو ساحو کې وي.

لومړی هغه د نه زغم ده. د سياست په ډګر کې د فعالو ځوانانو يوه لويه سلنه د نه زغم ښکاره شوه او لا هم ده. په دې کې د روڼاندو ونډه تر هر چا ډېره ده. په تېرو دوو کلونو کې ثابته شوه چې پر ولسواکۍ باندې زموږ باور يوازې د هغو ليکونو تر تورو پورې محدود دی، چې په خواله رسنيو او يا ورځپاڼو کې يې ليکو. جالبه ده، چې ډېر روڼاندي دوه شخصيته راته ثابت شول. يو شخصيت يې ذهني و چې په ليکنو کې مو ليد او بل هغه يې عيني و چې مخامخ مو ليد او د دې دواړو ترمنخ فوق العاده زيات توپير موجود و. پر دې بحث نه کوم چې کوم شخصيت يې ښه او واقعي و.

دويمه د فکري خواخپورۍ موضوع ده چې ښايي زما د نسل د غميزې برخه وي. ماته دا ثابته شوه چې حتی زموږ فکري تمرکز هم طفيلي دی. تر دې ټولو ور ها خوا مو يوه بله تجربه دا تکرار کړه چې يا هر څه راته بد شول او يا هر څه راته ښه شول.

د انځور حقوق AFP

په ۲۰۰۹ کال کې چې ما په بي بي سي کې کار کاوه، ډاکټر داود جنبش يوه کوچنۍ ليکنه راته لېږلې او د لوستو سپارښتنه يې راته کړې وه. په ليکنه کې د يوه روسي ليکوال دا خبره مې هېڅکله نه هېرېږي چې ويلي يې و، ګوندونه مې نه خوښېږي ځکه د ايډيالوژيو تابع وي او هر څه يا ورته تور او يا سپين ښکارېږي، درېيم رنګ نه ويني. په تېرو دوو کلونو کې ما همدغه ټکی دلته هم تجربه کړ. زه بايد دا اعتراف وکړم چې زه هم د هغو کسانو په ډله کې وم چې هر څه ته مې يا د سپين او يا د تور په سترګه وکتل، خو دا دعوه هم کولای شم چې په دې کې مې افراط و نه کړ.

بياکتنه

نن مې له يوه ملګري سره پر دې اوږد بحث وکړ چې افغانستان لا هم په هغو شرايطو کې نه دی، چې حتی پر روڼاندو يې د فکر ثبات له اړخه ډېر حساب وشي. يوې عادي سياسي پدېدې زموږ د يوې لسيزې په اوږدو کې جوړې شوې فکري هستې هغسې ورانې کړې لکه يو لوی توپان چې د مرغيو ځالې ورانوي.

موږ يوه لسيزه د فکري مشترکاتو پر ځنځير له يو بل سره تړلي پاتې شو خو يوازې يوې ساده پېښې له موږ څخه هغه ټول مشترکات هېر کړل. که يې څوک مني او که يې نه مني زموږ ځوانان نن تر بل هر وخت ډېر په خواخپورۍ اخته دي.

په خواله رسنيو کې يې تعقيب کړئ. هر يو تر څو زرو پورې ملګري لري، خو په دې څو زره کسانو کې تاسې د ورځې څومره کسان موندلای شئ چې ددې هېواد لپاره فکري توليد ولري. فکري توليد پرېږدئ حتی فکر مصرفولای هم نه شي.

دا لنډه ليکنه د دې لپاره ده چې دې بحث ته لاره پرانيزم چې موږ څنګه روان يو. هغه فکر ته څومره وفادار پاتې يو چې يوه لسيزه مو ددې هېواد د ژغورنې يوازينۍ لاره بللې ده. موږ دې ته اړتيا لرو چې د هر څه د نقد بهير بيا پيل شي او زما په فکر که يې له ځانه پيل کړو نو برياليتوب ته يو ګام نژدې کېږو. زموږ په منځ کې لا هم د يو ځای کېدو لپاره ډېر پوټينشل او مشترکات شته او يوازې ګام اخيستلو ته اړتيا ده.

موږ نه شو کولای چې هره سياسي موسمي پديده زموږ فکري اډانې او هستې ويجاړې کړي. که موږ دا دعوه کړې وي چې په دې هېواد کې لا هم د مشترک فکر محورونه شته نو د ثابتولو د وخت يې حساب يې د همدې ليکنې له لوستلو سملاسي وروسته پیل شوی وګڼئ.

ورته مطالب