کابل کې په یوه ورځ کې په سلګونو کسان مړه او ټپیان شول

د انځور حقوق AFP

وروسته له دې چې کابل کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید وشو او یوه ډاکټر بي بي سي ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، د دوهمې چاودنې غږ د کابل د قصبې په سیمه کې اورېدل شوی.

چاودنه د جمعه په ماښام د زمري په ۱۶ شوی چې دا تر ۲۴ ساعتونو هم لږې مودې کې دوهمه لویه چاودنه ده چې ګڼ شمېر خلک يې وژلي او ټپیان کړي.

د کابل د امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل چاودنه هغه مهال شوې چې د پولیسو ځواکونه خپل مرکز ته دننه کېدل.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو کالي په ځان کړي ول او بمب یې د پولیسو په کتار کې چولی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شاه شهید اوسېدونکو خپل ټپي ماشومان له هرې ممکنې وسیلې په استفادې روغتون ته رسول.

د پل تخنیک پوهنتون او د همدې پوهنتون لیلیه او د ښوونې او روزنې پوهنتون د چاودنې سیمې ته نژدې دي.

د تېرې شپې په چاودنې کې چې کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې وشوه ۱۵ کسان پکې بووژل شول او تر ۲۴۰ کسانو هم ډېر پکې ټپیان شول.

دوهمه چاودنه

له لومړۍ چاودنې لږ وروسته په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر شمال لورته د قصبې په سیمه کې بله چاودنه شوې چې تر اوسه یې په هکله ډېر جزئیات نشته. په کابل کې د بي بي سي خبریال وايي چې له چاودنې وروسته د ډزو غږ اورېدل شوی او پوځي الوتکې هم پورته شوي.

لا تر اوسه د دغو بریدونو پړه چا په غاړه نه ده اخېستې.

ورته مطالب