طالبان: په تفاهم باور شته او لارې نه دي بندې

Image caption عبدالحی مطمئن ټینګار کوي چې ملااخترمحمد منصور د اکثریتو په رایې ټاکل شوی.

د طالبانو د سیاسي کمېټې یوه مشاور او د ملا محمد عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمئن ويلي نژدې ۹۵ سلنه د شورا غړو او علماو نوى "امير" ملا اختر منصور ټاکلی دی او ډېر لږ هغو خلکو د دې پرېکړي مخالفت کړي چې د "مقاومت پر مهال يې څه رول نه ؤ او خپلو کاروبارونو ته یې اهميت ورکړي ؤ."

مطمئن زموږ همکار طاهر خان سره مرکه کې وويل د ملا عمر د وفات له اعلان وروسته ډېر خاموش غږونه اوچت شول او ډېرو خلکو د اړې ګړې د جوړولو لپاره هڅه وکړه.

ده وويل " له بده مرغه ځینې داسې خلک چې په ۱۴، ۱۵کلونو کې کوم فعال رول نه لري، په خپلو شخصي کاروبارونو بوخت دي، هغوي که اوس دا خبرې کوي نو دا کوم حيثيت او دومره زيات اهميت نه لري او له بده مرغه هغوي هم ښايي د ځینو جهتونو له خوا تحريک شي."

د ملا عمر د کورنۍ د مخالفت په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي مطمئن وويل " سره له دې چې کورنۍ يې محبوبيت لري خو هغه په داسې موقف کې نه دي چې ووايي دوي ته دې خلک امارت ورکړي. هغوي فکر کاوه چې د اختلافاتو د آوازو پر مهال د څه وخت لپاره بې طرفه پاتې شي. زه فکر کوم څنګه چې د اميرالمومنين دغه خپله پاليسي وه، موږ ورسره هلته اوسيدو ، په رابطه کې وو. هغه هېڅ کله په دې عقيده نه ؤ چې د ده کوم د کورنۍ کوم کس دې د ده ځای ناستی شي، په صريح الفاظو باندې هغه د وراثتي نظامونو مخالفت وو ."

ښاغلي مطمئن زیاته کړه داسې هڅې روانې دي چي اوسنۍ ستونزه آواره شي.

Image caption د ښاغلي مطمئن په وینا د ملامحمد عمر مړینه د مخورو کسانو د مصلحت له مخې پټه ساتل شوې وه.

دا چې ولې د ملا عمر د مړينې خبر پټ ساتل شوی ؤ د ښاغلي مطمئن په وینا پر دې مسالې د ملاعمر د کورنۍ او ځینو بانفودو علماوو ترمنځ سلا شوې وه او په دې کې لوی مصلحت ؤ ځکه چې د ښاغلي مطمئن په آند دې به ستونزې راټوکولې وې.

ښاغلي مطمئن وویل علماو فتوا ورکړې وه او مشوره يې کړې وه چې تر داسې يو وخت پورې چې دغه جهادي حرکت يو قوي حالت ته ورسېږي او د دښمن روحيه ضعيفه وي د داسې وخت پورې دغه اعلان د "امارت" په صفونو باندې ناوړه اغېزه کوي. مطمئن وويل هغو مشرانو هم د مصلحت له مخې دغه موضوع تر يوه وخته ساتلې وه چې يو مناسب وخت د دې لپاره تعیين کړي.

ښاغلی مطمئن وویل "د سولې د خبرو په ډګر کې طالبان د مقاومت ترڅنګ په مفاهمت باندې باور لري او مشران دا نظر لري چې مفاهمت روان جهادي بهير ته زيان ونه رسوي چې، دغه لاس ته راوړنې او قرباني چې مجاهدينو ورکړي دي ته کوم زيان پکښي نه وي. او بله خبره دا ده چې شکل، تغیير او ځای ډېر مهم دی. ځینې حرکات چې هغه د نورو تر فشار لاندې وي، د نورو په خوښه وي هغه د دې په ځای چې مفاهمت ته مثبت رنګ ورکړي نور هم زيان کوي هم افغانانو ته هم طالبانو ته او هم جهانيانو ته" او "هر هغه د سولې يا د مفاهمت په نوم پروسه چې مستقيم ناوړه اغېز يې په جهاد باندې وي هغه د امارت يو فرد هم نه شي زغملی او ځینې هغه پروسې چې په ځینو هېوادونو کې وي، ګاونډي هيوادونو يا داسې کوم بل ځايونو کې وي چې د امارت اکثريت ورباندې راضي نه وي هغه هم ناوړه اغيز کوي هم افغانانو او هم په هغو هېوادونو باندې، هم په موجوده وضعیت باندې، هغه ځینې منفي تاثرات د ځان سره لري. نو د ځايونو په تعیين کې، او د خبرو په شکل کې زمونږ او د نورو ترمنځ توپير شته".

مطمئن وويل "د مفاهمت ټولې چارې ، ټولې طريقې د دې رسمي اختيار قطر کې د طالبانو سياسي کميسيون ته سپارلي شوي دي. اصلي مسئوليت د هغوي سره دی. باید د هغوي له لارې دا کارونه پر مخ یوړل شي".

کله چي له مطمئن څخه وپوښتل شول چې د ده د خبرو څخه دا معنا اخيستی شو چې د پاکستان په کوربه توب پيل شوې خبرې ختمې شوي نو هغه وويل "په تفاهم باور شته ، دا لارې بندې نه دي ځکه له نوو حالاتو سره داسي امکان شته چې تر څو مياشتو پورې په دې اړه کوم ښکاره کار ونشي".

د منصور دادالله او ځینو نورو طالبانو د ادعاو په اړه چې وايي ملا عمر وژل شوی دی مطمئن وويل "دغه خلک باید داسې خبرې ونه کړي چې عقل يې مخالف وي او د منلو وړ نه وي نو دا باید وه نه کړي. ملا عمر طبیعي وفات شوی او کورنۍ يې هم دا وايي، د هغه نزدې ملګري دا وايي. ملا عمر داسې يو شخص نه ؤ چې يواځې اوسيدلی ؤ، هغه سره رابطه وه، نو چې نزدي خلک او کورنۍ يې د مرض نه خبر دي، د هغه د وفات نه خبر دي نو د بل چا خبره په دې کې څه حيثيت لري".

ورته مطالب