د شاه شهيد قربانيانو په ياد شمعې بلې شوې

Image caption هغو کسانو چې په دغه پېښه کې یې خواخوږي او خپل شته له لاسه ورکړي، له حکومتي چارواکو او مدني فعالانو د غونډو پر ځای د لاسنوي غوښتنه وکړه

په پلازمینه کابل کې لسګونو مدني فعالانو د شاه شهید په هغه سیمه کې د قرباینو د یاد لپاره شمعې بلې کړې چې دوه ورځې وړاندې په کې موټر بم چاودنې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغو فعالانو، چې د توندلارۍ پر ضد یې شعارونه ورکول، د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړ او په افغانستان کې يې د جګړې پای ته رسیدو غوښتنه کوله.

خو هغو کسانو چې په دغه پېښه کې یې خواخوږي او خپل شته له لاسه ورکړي، له حکومتي چارواکو او مدني فعالانو د غونډو پر ځای د لاسنوي غوښتنه وکړه.

حفيظ الله معروف چې د پېښې ځای ته ورغلی ليکي، د غم او وير ټغر یې لا همغسې خور دی، کنډوالې او یجاړۍ هومر پراخې دي،چې ته به وايي کلونه کلونه پکې بنیادمانو ژوند نه دی کړی، خو دغه پېښه یوازې دوه ورځې مخکې رامنځ ته شوې ده.

له ځپل شویو سره د خواږۍ لپاره اوس لسګونه مدني فعالان چې میرمنې هم په کې دي، د کابل په شاه شهید کې هغه ځای ته ورټول شوي، چې یوه موټر بم په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ظهیر چې د دغې غونډې له سمبالونکي دی، وايي هدف يې له قربانیانو سره خواخوږي ده:

''دا ډیره درد ناکه پېښه ده، دا د ټول ملت غم دی، باید سره یو موټی شو او په راتلونکې کې د دا ډول پيښو مخه ونیسو.''

Image caption ملګرو ملتونو په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان په جګړه کې له ښکیلو غاړو غوښتي چې د جګړې ښکېلې غاړې دې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي

خو هغه کسان چې خپل خپلوان يې له لاسه ورکړي او کورونه یې ویجاړ شوي له حکومت د لاسنیوي غوښتنه کوي.

دوی وايي له ویجاړو شویو کورونو یې د چارواکو کتنې درد نه دوا کوي.

عبدالرزاق، چې د کورنۍ دوه غړي یې په دغه پېښه کې له لاسه ورکړي او کور یې ویجاړ شوی، وايي چا یې مرسته نه ده کړې:

''هره ورځ په لوکسو او زرې موټرو کې چارواکي راځي او زموږ له کنډوالو نمایشي کتنې کوي. د چارواکو راتګ زما درد نه دوا کوي. زما ویجاړ شوی کور دې را جوړ کړي، زما د ناروغانو پوښتنه دې وکړي. زما ګنډوالو ته دې نه راځي، ځکه ګټه نه لري.''

په تیرو دوو ورځو کې ځانمرګونو بریدونو او چاودونو په کابل کې د ولسي وګړو په ګډون لسګونه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

دا له ۲۰۰۹ کال راوروسته په يوه ورځ کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله بلل شوې ده.

ملګرو ملتونو په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان په جګړه کې له ښکیلو غاړو غوښتي چې د جګړې ښکېلې غاړې دې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

ورته مطالب