د کابل هوايي ډګر دروازه کې ځانمرګی برید ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق AFP

د افغانستان پلازمېنه کابل کې هوايي ډګر ته د ننوتلو په دروازه کې ځانمرګی برید ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، برید د کرولا ډوله موټر په مټ شوی، چې لږترلږه پنځه ولسي وګړي پکې وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

نوموړي وویل، برید د کابل هوايي ډګر د ننوتلو دروازه کې شوی.

کورنیو تلوېزیونونو د سیمې انځورونه خپاره کړي، چې امبولانسونه ټپیان او ژوبل کسان لېږدوي او له هغه موټره لوګی پورته کېږي، چې په مټ یې ځانمرګی برید شوی.

د کابل نهمې امنیتي حوزې چارواکو ویلي، برید د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو دروازه کې د یوه موټربم په مټ شوی دی.

سرچینه وايي، ښکاري چې د برید کوونکو هدف د بهرنیو ځواکونو تېرېدونکی کاروان و.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د کابل هوايي ډګر ته تګ راتګ ځنډول شوی دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

په وروستیو کې کابل کې چاودنې او مرګوني بریدونه ډېر شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ یوې زورورې چاودنې لږترلږه ۵۱ افغانان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل، په بېګا یې د پولیسو د روزنې مرکز په دروازه کې هم خونړی ځانمرګی برید وشو.

له دغو بریدونو وروسته د کابل امنیت د معمول خلاف یوڅه ټینګ شوی دی.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب