'له کابل پوهنتونه د یپلوم تر لاسه کولو پروسه ځورونکې ده'

Image caption ټکنالوژي چې پر مټ یې چارې ډاډمنې او ګړندۍ کېږي، په کابل پوهنتون کې لاهم په ټوله معنا عامه نه ده.

له کابل پوهنتونه فارغ شوي محصلان شکایت کوي چې د فراغت پرمهال ديپلوم نه ور کول کېږي. دوی وايي د پوهنتون د فراغت دیپلوم د تر لاسه کولو بهیر څو اونۍ وخت نیسي او دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کابل پوهنتون مسوولان د دیپلومونو ورکړې د پروسې اوږدوالی مني، خو لاملونه یې د اړینو اسانتیاوو نشتوالی او په دیپلومونو کې د جعل مخنیوی په ګوته کوي.

له کابله سیدولي ناصر خپل رپوټ کې کاږي، چې له پوهنتونه تر فراغت وروسته د دولتي یا نادولتي دندې لپاره اړینه ده، د خپلو زدکړو دیپلوم وړاندې کړئ، خو په افغانستان کې له فراغته وروسته د دیپلوم تر لاسه کولو چاره ټکنۍ او ربړوونکې ده.

د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ محمدولي، دوه کاله مخکې له پوهنتونه فارغ شوی، خو په خبره یې چې د حاکمې بیوروکراسۍ او وظیفوي مصروفیتونو له امله نه دی توانېدلی د فراغت ډیپلوم تر لاسه کړي.

د کابل پوهنتون د محصلانو د چارو معینیت، هغه ځای دی چې محصلان باید پر خپل دیپلوم د څو مخکینیو لاسلیکونو سره وروستی لاسلیک له همدې ځایه واخلي او دیپلوم یې له همدې ځایه د لوړو زدکړو وزارت ته مکتوبي صادر شي.

Image caption د کابل پوهنتون مسوولان د دیپلومونو ورکړې د پروسې اوږدوالی مني، خو لاملونه یې د اړینو اسانتیاوو نشتوالی او په دیپلومونو کې د جعل مخنیوی په ګوته کوي

سید مرتضی د کابل پوهنتون د کرهڼې له پوهنځي فارغ شوی. نوموړی له تېرې یوې میاشتې په ډپلوم پسې ګرځي، خو لا یې تر نیمايي نه دی رسولی. د هغه په خبره غواړي په کوم بهرني هېواد کې ماسټري وکړي، چې وايي د لیسانس له دیپلومه پرته ورته ناشونې ده:

' دلته یې لاسلیک کړه، هلته یې لاسلیک کړه، نن راشه، سبا راشه، دا پلمې دي چې په هره شعبه کې یې درته کوي، ډېری وختونه خو ځینې مامورین رخصت وي او شعبه یې تړلې وي. یوه میاشت کېږي له بغلانه راغلی یم، که مې ژر کارونه و نه شي، اړیم یم بېرته کورته لاړ شم او بیا کوم بل وخت پسې راشم.'

محمدولي او سیدمرتضی چې له پوهنتونه د فراغت د دیپلوم ترلاسه کولو لالهاند کړي وو، یوازیني ځورېدونکي وي، بلکې د افغانستان له پوهنتونونو نژدې ټول فارغېدونکي کسان له ورته پېچلو او اوږدو پړاوونو تېرېږي.

د کابل پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال روف ګهري د محصلانو د فراغت د دیپلوم د ورکړې پېچلي پړاوونه مني، خو نوموړی یو شمېر عوامل او دلایل په ګوته کوي چې له امله یې وايي دا بهیر اوږد شوی دی.

هغه اسانتیاوې چې ننني اکاډمیک ځایونه یې باید ولري، په کابل پوهنتون کې یې بڼه پیکه ده. ټکنالوژي چې پر مټ یې چارې ډاډمنې او ګړندۍ کېږي، په کابل پوهنتون کې لاهم په ټوله معناعامه نه ده.

دلته د جعلي دیپلومونو د مخنیوي لپاره پر ټیکنالوژي نه، بلکې د لاسلیکونو په ډېرولو فکر کېږي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل، په پلان کې یې ده چې تر راتلونکو درېوو میاشتو فارغېدونکو محصلانو ته د لاس په لاس ډپيلوم ور کولو فرصت برابر کړي، خو وبه کتل شي چې ژمنه یې څومره ژر عملي کېږي.