غزني کې ۱۰ يرغمل شوي ولسي وګړي ازاد شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د جاغوري ولسوال ظفر شريف بي بي سي ته ويلي، دغه کسان نن شنبې (۱۵ اګست) جاغوري ولسوالۍ ته رسېدلي دي

د افغانستان په جنوب کې د غزني ولايت چارواکي وايي هغه ولسي وګړي چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د وسله والو له خوا په قرباغ ولسوالۍ کې يرغمل شوي وو بېرته ازاد کړل.

د جاغوري ولسوال ظفر شريف بي بي سي ته ويلي، دغه کسان نن شنبې (۱۵ اګست) جاغوري ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

ده د دې کسانو په اړه چې څه ډول خوشي شوي ناخبرې وښوده او وايي په دې اړه به معلومات وروسته وړاندې شي.

د يرغمل شويو کسانو له ډلې علي احمد چې درۍ ورځې د وسله والو په ولکه کې و، بي بي سي ته وويل، "د چهار شنبې له غرمې وروسته موږ د قره باغ په دښته کې روان وو چې وسله والو کسانو زموږ موټر ودراوه"

دی وايي وسله والو کسانو يوه نامعلوم ځاي ته ولېږدول او وروسته خبر شول چې د زابل ولايت په يوه لرې پرته سيمه کې ساتل کېږي.

دغه ازاد شوي کسان وايي يرغمل کوونکو په بدل کې د خپلو رمو او پسونو د خوشي کولو غوښتنه کوله.

دی وايي يرغمل شويو کسانو نه دي ځورولي.

د چهار شبنې پر ورځ (۱۲ اګست) د غزني ولايت ځايي چارواکو اعلان کړه چې وسله والو کسانو ۱۲ ولسي وګړي په فرباغ ولسوالۍ کې يرغمل کړي. دوه کسان چې يوه يې ښځه او يو نارينه وو خوشي کړي.

څو ورځې وړاندې هم ځايي چارواکو ويلي وو چې څلور ولسي وګړي د وسله والو له خوا له تښتولو وروسته وژلي دي.

نژدې درۍ مياشتې وړاندې څلور ولسي وګړي چې دوې ښځې، يو ماشوم او يو موټر چلوونکی وو، د غزني په ګيلان کې تښتول شوي وو او تر اوسه لادرکه دي.

مالستان، جاغوري او ناور هغه سيمې دي چې طالبان په کې نشته، خو دغو ولسواليو ته ورغلې لارې خوندي نه دي.

د دغو ولسواليو خلک اړ دي چې له همدې ناامنو لارو غزني ښار ته د رسېدو لپاره تېر شي.

ورته مطالب