ملي امنیت: کابل کې د ډله ییز برید مخه ونیوله شوه

د انځور حقوق NDS
Image caption ملي امنیت وايي، د نیولو شویو کسانو له پټنځي نه یې چاودېدونکي توکي، وسلې، آر پي جي راکټ، یوه پیکا، بمونه او مخابرې هم ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د حقاني شبکې د پنځه کسیزې ډلې په نیولو سره یې کابل ښار کې د ځانمرګي او ډله ییزو بریدونو مخه نیولې ده.

دغې ادارې رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل څنګلوري لوګر ولایت مرکز په نیازي کلي کې د ملي امنیت له کاروونکو سره د وسله والې نښتې په پایله کې نیول شوي.

اعلامیه کاږي، په نښته کې څلور برید کوونکي وژل شوي او پنځه نور کسان، چې د بریدونو طرحه کوونکی، د ځانمرګو لېږدوونکی او بریدګر پکې شامل وو، نیول شوي دي.

د افغانستان څارګرې ادارې د نیولو شویو کسانو نومونه او وېډیو هم پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې، چې نیول شوي پکې اعتراف کوي.

ملي امنیت وايي، د نیولو شویو کسانو له پټنځي نه یې چاودېدونکي توکي، وسلې، آر پي جي راکټ، یوه پیکا، بمونه او مخابرې هم ترلاسه کړې دي.

سرچینه وايي، نیول شویو کسانو منلې ده، چې د میرانشاه ټل سیمې په 'فاروقیه مدرسه' کې یې یوه میاشت پوځي زده کړې او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو زده کړې کړې، بیا لوګر ولایت ته استول شوي، چې له دې ولایته کابل ته د برید لپاره ننوځي.

بل خوا د ملي امنیت ریاست وايي، ننګرهار ولایت کې یې د وسله والو یوه پټه ډېپو کشف کړې ده.

دغه ډېپو د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې کشف شوې، چې وايي ځینې پاکستاني پاسپورټونه او شناختي کارډونه هم پکې نیول شوي دي.

په وروستیو کې کابل کې وضعیت نارامه شو، چې خونړیو بریدونو د کابل ښاریانو نسبتاً آرام ژوند پر بې نارامۍ واړاوه.

وړاندې، د افغانستان څارګره اداره ملي امنيت ویلي و،، په پلازمېنه کابل کې د وروستيو بريدونو تر شا د پاکستان پوځ د ځانګړو کړيو لاس و، چې په وينا يې د حقاني شبکې پر مټ يې ترسره کړل. دغو بريدونو لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

ورته مطالب